تاند، دوشنبه، د میزان اوله: د تخار ځايي چارواکي وايي، طالبانو د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ښوونځي پر یوه ۸ کلنه زده کوونکې ډله ییز جنسي تېری کړی دی.
د تخار د والي ویاند جواد هجري پېښه تاییدوي او وايي، سیمې ته یې د لا زیاتو پلټنو لپاره یو پلاوی استولی دی.
بلخوا د خواجه غار ولسوال محمد عمر هم وايي، چې پېښه د قروق کلي کې شوې چېرته چې طالبان حاکم دي.
نوموړی وايي، اوس مهال د جنسي تېري ښکار شوې نجلۍ روغتیايي وضعیت ښه نه دی او طالبانو یې هم کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې روغتون ته یې ورسوي.
بلخوا د تخار د پوهنې ریاست ویلي، پر دغې ۸ کلنې نجلۍ ۳ طالب جنګیالیو ډله ییز جنسي تېری کړی دی او دا پېښه ورته ټکان ورکوونکې ده.
طالبانو بیا د دغې کمسارې پېښې په تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.