تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: د تخار د اشکمش ولسوالۍ چارواکي وايي، طالبانو نن سهار له څلورو بجو راهیسې پر دې ولسوالۍ له څلورو خواو بریدونه پیل کړي دي.
چارواکي وايي، طالبانو د اشکمش بازار نیولی او اوس د ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته نږدې شوي دي.
ځايي خلک هم وايي چې د اشکمش بازار څو ساعته د طالباو او افغان ځواکونو په لومړي خط بدل شوی او ځینې یې سیمې یې طالبانو ونیولې، تر دې چې ځینو دوکانونو ته یې اور هم ورته کړ.
خو د اشکمش ولسوال قیوم قانع وايي، طالبان څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ تر بازاره رانږدې شوي وو، خو بیرته شاته تمبول شوي دي.
د ښاغلي قانع په خبره طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي او افغان ځواکونه یې اوس پر ضد عملیاتو ته چمتووالی نیسي.
نوموړی زیاتوي، طالبانو ته له بغلان څخه تازه دمي جنګیالي ور رسېدلي وو، خو افغان ځواکونو سره په نښته کې یې لوی شمېر وژل شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې پر اشکمش ولسوالۍ بریدونو ته تابیا نیوله او مهم چارواکي یې تخار لپاره د طالبانو نومولی والي مولوي محسن، تخار لپاره د طالبانو نظامي مسوول مولوي عبدالرحیم او تخار لپاره د سرې قطعې قومندان د جګړې ځای ته راټول شوي وو.
خو د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر بیا وايي، نښته ختمه شوې، افغان ځواکونه تلفات نه لري خو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او د ولایت له مرکز څخه تازه دمي ځواکونه اشکمش ته روان دي تر څو هلته د طالبانو ګواښونه وځپي.