تاند، شنبه، د عقرب ۱۸مه: د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، طالبانو د دې ولایت د جوند ولسوالۍ خلک یرغمل کړي دي او ارام ژوند ته یې نه پرېږدي.
راپورونه وايي، طالبانو له څو اوونیو راهیسې جوند ولسوالۍ ته تللې لارې په ماینونو پوښلي او نه پرېږدي چې خلکو ته خواړه او د ژوند نور لومړني توکي ورسېږي.
د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني تاند ته په یو ټلیفوني تماس کې د جوند په اړه خبرونه تاییدوي اووايي، حکومت نه پرېږدي چې ځايي خلک په بحران او ناورین کې ژوند وکړي.
نوموړی وايي، تېره ورځ د بادغیس والي، امنیتي مسوولان، د ولایتي شورا او ولسي جرګې غړي جوند ولسوالۍ ته په الوتکه کې تللي او ځايي خلکو ته یې خواړه او درمل رسولي دي، خو وايي، حکومت په دغه ولسوالۍ د عملیاتو پلان هم لري.
بلخوا د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاوالدین قادسي تاند ته وايي، طالبانو لږ تر لږه ۶۰۰ کورنۍ محاصره کړې دي: (( دا محاصره له کلونو راهیسې وه، مګر په دې وروستیو اوونیو کې یې شدت موندلی دی، ځايي مشران څو څو ځله طالبانو ته ورغلي چې یرغمل یې خوشې کړي، خو هغوی نه ده منلې.))
د ښاغلي قادسي په خبره طالبان غواړي په شدیده اقتصادي محاصره د جوند ولسوالي تر ولکې لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لا د جوند د محاصرې په اړه څه نه دي ویلي، خو له څو میاشتو راهیسې په بالامرغاب کې له افغان ځواکونو سره خپل مقاومت او جګړه تاییدوي.