تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د جوزجان ولایتي چارواکي وايي، دوه ورځې کېږي چې طالبانو د دې ولایت له مردیان ولسوالۍ څخه ۱۰۰ کورنۍ په زوره شړلې دي.
د مردیان ولسوال شمس الدین وايي، طالبانو د مردیان ۱۰۰ کورنۍ په زوره له خپلو کورونو څخه په دې بهانه ایستلي، چې دوی له دې ځایه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
نوموړی له تاند سره په خبرو کې وايي، کله چې خلکو له طالبانو سره نه ده منلې، نو په زوره یې خلک له کورونو شړلي او په کورونو کې یې ورته خندقونه او تونلونه وهلي چې اوس ترې د مورچلونو په توګه استفاده کوي: (( دوی یا مرکز ته کډه شوې دي، یا هم اقچې ولسوالۍ ته اوښتې دي، د خلکو څخه یې کورونه هم پاتې کړي دي))
د جوزجان امنیه قومنداني هم تاند ته په خبرو کې مني چې طالبانو یو شمېر کورنۍ له مردیان ولسوالۍ څخه په زوره شړلې دي، مګر دقیقه شمېره یې نه وايي.
بلخوا طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.