دا واقعیت دی چې رسنۍ د نظامونو په ثبات او بې ثباتۍ کې ټاکونکی نقش لري او د عامه افکارو اغیزمنولو له لارې دولتونه غښتلي یا کمزوري کولای شي. د رسنیو د همدې قوت له امله دی چې په ولسواکو نظامونو کې ورته د یوه داسې ځواک په حیث کتل کیږي چې د دولت د درې ګونو قواوو د څارنې او حتی کنترول صلاحیت لري.

دا چې مختلف نظامونه له رسنیو څه غوښتنې لري او رسنۍ د نظامونو غوښتنو ته څه ځواب وايي، یوه داسې موضوع ده چې پراخ بحث غواړي، دلته فقط په افغانستان کې له رسنیو د اوسني نظام د غوښتنو یو اړخ ګورو.

وروستي ۱۳ کلونه د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د یوه نوي نظام ایجاد رسنیو ته هم دا فرصت برابر کړ چې د ډیموکراسۍ په چوکاټ کې فعالیت پیل کړي، په لسګونه او سلګونه بیلابیلې رسنۍ وټوکیدې او زرګونه ځوانان په مطبوعاتي ډګر کې پر دندو بوخت شول. په لږ وخت کې د رسنیو دومره پراختیا او پرمختیا که خپل پلویان پیدا کړل خو مخالفان یی هم کم نه وو. د همدې مخالفانو په ډله کې هغه کړۍ او اشخاص هم شامل وو او دي، چې ظاهرا د نظام مهمه برخه خو په عمل کې د نظام کمزوري کونکي عناصر دي. دوی د خپلو شخصي او ګروپي ګټو په خاطر په هیڅ ډول ملي ګټو صرفه نه کوي، حتي که دا ګټې یی د زرګونه بې ګناه افغانانو د وینې په بیه هم وي. په نظام کې شته فساد، بې عدالتي، نا امني، مافیا او بې شمیره نورې ناقانونه کړنې له همدوې سرچینه اخلي او د همدوی په اشارو کیږي.

اوس خبره دا ده چې که رسنۍ د نظام پر دې حالت نیوکه کوي یا یی دا راز نیمګړتیاوې راسپړي، نو دا به له نظام سره د مخالفت او د مخالفانو د پلویتوب په معنا وي، او که د خپل مسلکي مسولیت او تعهد ترسره کولو؟

په ډیرو مواردو کې لیدل شوي چې ځینې دولتي مسولین رسنیو ته ګوته نیسي، چې ګواکې د نظام د مخالفانو په ګټه کار کوي او ډیرې داسې موضوعګانې خپروي چې مخالفانو ته روحیه ورکوي. حتمي د مسولینو دا ادعا وزن لري او د دولت خلاف هره لیکنه یا د دولت د هرې نیمګړتیا افشا کول د مخالف جهت یوه غوښتنه ده، مګر دا له مخالف لوري سره د مطبوعاتو د دوستۍ یا خوا نیولو معنی نه ورکوي.

که لږ د مطبوعاتو اصالت او وظیفوي اهدافو ته وګورو، نو د رسنیزو فعالیتونو یو اساسي هدف د حقایقو سپړل او څرګندول دي. دا بیله خبره ده چې رسنۍ باید ملي ګټې او ملي اسرار خوندي وساتي، مګر کله چې په نظام کې دننه ځینۍ کړۍ او اشخاص د نظام خلاف کار کوي او له امله یی نظام بې ثباتۍ خواته روانیږي، نو بیا که رسنۍ پرې نیوکه کوي او دا راز نیمګړې خواوې ډاګیزوي، خپله مسلکي ژمنتیا پوره کوي.

د افغانستان د اوسني نظام د بې ثباتۍ او ناڅرګند برخلیک یو لامل که د نظام وسلوال مخالفان دي، نو بل یی ځینې داخلي کړۍ هم دي. دوی د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره ډیر داسې تخریبونکي فعالیتونه کوي چې ښايي وسلوال مخالفان یی نه شي کولای. زما هدف له مخالفانو ننګه نه ده، بلکې غواړم یو واقعیت ووایم.

اصلا خبره مې له رسنیو د ځینو دولتي مسولینو هغه بې مورده تقاضا ده، چې غواړي له دې لارې پر خپلو ډیرو نیمګړتیاوو پرده واچوي. د کندز سقوط، په ننګرهار کې شته نا امنۍ او د ډیرو نورو ولایتونو د ستونزو له امله په زرګونه هیوادوال له کړاوونو سره مخ شول، ایا رسنۍ د دې لپاره چې ګواکې د دولتي مسولینو نیمګړتیا ډاګیزه نه شي، د هغو خلکو پر کړاو باید سترګې پټې کړي وای چې عملا یی کورونه او مالونه پریښودل او کډوالۍ ته اړ شول؟ یا هغه فساد او ناقانونۍ چې دولتي سرلاري یی کوي، رسنۍ د دې لپاره چې نظام بې ثباته نه شي، باید پرې سترګې پټې کړي؟

اوس نو قضاوت تاسو وکړئ، دولتي مسولین د دې پر ځای چې د رسنیو له افشا کونکو راپورونو د ځان د اصلاح لپاره ګټه واخلي او ځان ته متوجه شي، هغې ته د خپلو مخالفانو د تقویې وسیلې په سترګه ګوري.

خو زه وایم نه، بهتره دا ده چې چارواکي د رسنۍ دا هره موضوع د ځان د سمون لپاره یو پیغام وبولي، خپل مسولیت وپيژني او ترسره یی کړې، بیا نو ګوره چې رسنۍ د نظام د ثبات لپاره کار کوي که بې ثباته کولو ته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *