تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: چارواکي وايي، طالبانو په کندوز کې له ماتې خوړلو یوه ورځ وروسته د بغلان پر پلخمري ښار بریدونه کړي خو دغلته هم د امنیتي ځواکونو لخوا له سختو تلفاتو سره مخ شوي دي.
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت تاند ته وویل، پر پلخمري برید شاته تمبول شوی او طالبانو تر اوسه په کې درانه تلفات لیدلي دي: (( طالبانو پر پلخمري ښار له څو استقامتونو څخه بریدونه وکړل، خو دفعه شول، زموږ امنیتي ځواکونو د کرکر سیمه کې د دغې ډلې ۳۰ جنګیالي په یو ځای کې محاصره کړي دي.))
نوموړي ونه ویل چې تر اوسه څومره طالبان وژل شوي، خو وايي د طالبانو تلفات زیات دي او جګړه لا هم روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو سره د جګړې په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د بغلان عمومي لویه لار هم تړلې ده.
بلخوا د بغلان د ولایتي شورا غړی محبوب الله غفاري تاند ته وايي، طالبانو له بیګاه راهیسې پر پلخمري جګړه پیل کړې او اوسمهال د والي دفتر ته په یو کېلو مترۍ کې پل معدن، سیمټ خانه او کرکر سیمه کې ایسار دي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم وايي چې ځانګړي ځواکونه پلخمري ته رسېدلي او د طالبانو ګواښونه یې ځپلي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي،جنګیالیو یې د پلخمري ځینې سیمې دوه سرکه مزار، دریمه حوزه، قلعه زمانخېل او د بند برق ساحه نیولې دي.
هغه ادعا چې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته په خبرو کې رد کړه.