تاند: د هرات ځايي چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان صفی الله له خپلو ۳۷ وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن پنجشنبه په دې تړاو ویلي، دا عملیات نن سهار د افغان ځواکونو لخوا په پښتون زرغون ولسوالۍ کې شوي دي چې په ترڅ کې یې هرات لپاره د طالبانو نومولی والي ملا عبدالعزیز او د هغه پنځه وسله وال ټپیان دي خو د سرې قطعې قومندان صفی الله له ۳۷ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

نوموړی وايي، پښتون زرغون کې له څلورو ورځو راهیسې د والي عبدالقیوم رحیمي او د هرات د امنیه قومندان امین الله امرخېل په مشرۍ د پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو لخوا روان دي چې په ترڅ کې یې د طالبانو څو پناه ځایونه هم په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې له منځه وړل شوي دي.

د هرات ځايي حکومت دغلته د طالبانو د سرې قطعې د قومندان د وژنې او د نومول شوي والي  د ټپي کېدو خبر ورکوي چې له یوې میاشتې راهیسې اوبې، پښتون زرغون، شینډنډ او ګلران ولسوالۍ د طالبانو د سختو بریدونو شاهدانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *