تاند- پکتيکا امنيتي مسؤولين وايي چې د هندي الاصله افغانې مېرمنې د وژلو پلان له پولې ها خوا طرحه شوی و او ياده مېرمن بهرنيو وسلوالو د کورنيو وسلوالو په مرسته وژلې ده، او په دې تړاو تر دې دمه دوه تنه نیول شوي دي.

د پکتيکا ولايت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د دغه ولایت امنيه قوماندانۍ مسوولان وايي چې د هندي الاصله افغانې مېرمنې د وژلو پلان له پولې ها خوا طرحه شوی و او ياده مېرمن د بهرنيو وسلوالو مخالفانو لخوا وژل شوې ده چې کورني وسلوال مخالفان پکې لاس لري.

د پکتيکا امنیه قومندانۍ سرپرست سمونوال عبدالشاه ظريفي وايي چې هغه دوه تنه کورني وسلوال مخالفين دوی نيولي دي چې د هندي الاصله افغانې مېرمنې صاحب کمالې په وژنه کې نيغ په نيغه لاس لري

ظريفي زياته کړه نيول شويو دواړو وسلوالو مخالفانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ويلي يې دي چې دوی ځکه هندي الاصله افغانه مېرمن صاحب کماله وژلې چې  نه يوازې يې له طالبانو څخه تېښته په نوم د فلم کيسه ليکلې وه بلکې له خپل کور څخه به يې د انټرنېټ پر مټ هندوستان ته د طالبانو په اړه مالومات ورکول.

هندي الاصله افغانه مېرمن صاحب کماله د هندوستان د بنګال ايالت اوسېدونکې وه چې نږدې ۲۵ کاله وړاندې يې له مسلمانېدو وروسته د پکتيکا ولايت له يوه تن سوداګر جانباز خان سره واده وکړ خو د وږي په ۱۴ مه شپه د وسلوالو لخوا ووژل شوه.

د پکتیکا په یوه بل حبر کې ویل شوي چې نن وسله والو طالبانو په سروزې(سرحوضې) ولسوالۍ کې ځانوژونکې حمله کړې ده.

طالبان وايي چې په دې برید کې یې، چې د موټربم په وسیله د یوه ځانمرګي له لوري وشوه، په لسګونو افغان امنیتي ځواکونه وژلي، او د ولسوالۍ ودانۍ نړولې ده.

خو د پکتیکا امنیه قومندان وايي چې لس تنه پولیس برسېرن ټپیان شوي دي.

One thought on “چارواکي وايي، د صاحب کمالې د وژلو طرحه په پاکستان کې جوړه شوې وه”
  1. چار واکی شرم او حیا نلری په خپلو لړو چړچو کښی غرق دی
    مشهور متل ده چه خپل کور ساته همسایه غل مه نیسه
    د ټول شر او فساد لپاره دوی لاره هموراه کړیده که غواړی چه رښتیا هم هیواد چوړ کړی او هم یوالی راشی
    او هم نژی د نژدی همسایه ګانو له شره خلاص شی او اور د پاکستان کور ته ور داخل شی

    نو پاک او سوچه اسلامی قانون د شریعت د اعلان کړی او ډمو کراسی د غیرتی افغانو خوښه نه ده او نه خوښوی

    دا ډمو کراسی او ډالر کراسی او شیېان دوستی د ټولو نا خوالو ستر عامل ده
    که چارکواکی له شرابو ګډا ګانو سګبازیو نځا ګانو او ناموس او عزت د لوټماری او بی غیرتی څخه په رښتیا توبه وباسی
    او سپین سوچه شریعت په هیواد کښی پلی کړی هیڅوک هیڅ هم نشی کولای
    دا چار واکی غله مزدوارن بی غیرته بی ناموسه بی پته نا مسلمانه هغه کسان دی چه
    د کفارو دلاس نانځکی دی طالبان څوک دی ؟ ایا ددی خاوری غیرتی بچیان ندی؟ حکمتیار څوک ده ؟ مجاهدین څوک دی؟
    څه غواړی ؟ څه ستونزه لری؟ څه غوښتنی لری؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *