خبریال: میرویس هیواد(غزني) د وسله والو طالبانو له لوري د اوو تنو وژل شویو کارګرو مړي نن /یکشنبه/ د دې ولایت په اندړ ولسوالي کې وموندل شول.

د غزني د والي محمد موسی خان اکبرزاده په خبره یاد کسان د بلخ، جوزجان او بدخشان ولایت اوسېدونکي دي.

هغه زیاته کړه، دا کسان پکتیکا ته په روزګار پسې تللي و او کله چې دوه ورځې وړاندې غزني ته په لاره و، طالبانو ښکته کړي او نن سهار یې د پولیسو له لورې جسدونه پیدا شول.

د غزني د ملکي روغتون رئیس باز محمد همت هم دا مني چې روغتون ته یې د اوو تنو جسدونه وروړل شوې دي.

هغه وایي، چې یاد کسان په ډزو وژل شوي. د غزني د اندړو ولسوالۍ د بنګي د کلي یو تن اوسېدونکی چې له نوم ښوولو یې ډډه کوله تاند ته وویل، طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني – پکتیکا له لویي لارې څخه یاد کسان راښکته کړل او دوه ورځې وروسته یې د دوی په کلي کې ووژل. د هغه په وینا، وسلوالو طالبانو د سیمې اوسېدونکیو ته ویل، دا کسان ځکه وژنې، چې حکومتي ځواکونو ته یې جاسوسي کوله. وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په همدې حال کې اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې طالبانو دا کسان په مرمیو تر وژلو مخکې ډېر بد وهلي او شکنجه کړي دي.

دغه اژانس وژل شوي کسان کارګر نه بلکې عسکر بللي او ویلي یې دي چې د هغو مړي د سیمې اوسېدونکو موندلي دي.

د دغه خبري اژانس په وینا طالبانو په وروستیو ورځو کې بې رحمانه بریدونو ته زور ورکړی دی.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي ویلي چې وژل شوي کسان په بېلابېلو وختونو کې تښتول شوي وو.

طالبانو تراوسه پوري د وژل شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. د غزني د والي مرستیال وویل چې دا دوه پولیس د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.

طالبان، چې سیمه ییز پولیس په کلیو او بانډو کې د خپل نفوذ او حضور په وړاندې تر ټولو زیات خطرناک بولي، تر نورو امنیتي ځواکونو هم د سیمه ییزو پولیسو ځپلو ته زیات پام کوي.

One thought on “چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو په غزني کې اووه کارګر وژلي”
  1. درنو تاندوالو نېکمرغه اوسی! زما يوه تبصره مو په دغه زړه بوږنونکي خبر خپره نه کړه! سربېره پر دې چې ستوغ نظر وو پکې، مګر د افغانستان د ننني حالت رېښتنې هنداره وه، نو پوه نه شوم، چې ولې مو خپره نه کړه، ځکه سپکاوی نه وو پکې، مګر يو تحليل وو، چې د افغانستان په چارو کې د رغنده هڅو يو پيغام پکې نغښتی وو!!
    بريالي اوسی
    ملا ميوند آخوند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *