تاند- افغان چارواکي وايي چې په کندوز او بدخشان کې یې د وسله والو طالبانو حملې شنډې کړي دي.
د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، وسله والو طالبانو نن /دوشنبه/ سهار وختي په قلعه ذال ولسوالي کې له څو خواوو پراخې حملې وکړې خو افغان امنیتي ځواکونو کلک ځواب ورکړ او طالبان یې په شا وتمبول.
د جنګل باع په وینا په دې جګړه کې لږترلږه ۶ وسله وال سختدریځي ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.
ده وویل چې طالبانو د قلعه ذال ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستو برید کړی و.
طالبانو د بدخشان پر خاش ولسوالي برید وکړ
له بلې خوا د بدخشان ولایتی چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړه خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې حمله ناکامه کړای شوه.
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار وویل چې وسله والو طالبانو پرون /یکشنبه/ له درو خواوو پر خاش ولسوالي بریدونه وکړل.
د بېدار په وینا طالبانو په پیل کې د ولسوالۍ زیاتې سیمې ونیولې خو وروسته له دې چې امنیتي ځواکونو ځوابي بریدونه پیل کړل، طالبان په څټ شول.
بېدار دا هم وویل چې خاش ولسوالي ته کومانډو ځواکونه رسېدلي او طالبان یې په غرو رغو کې پسې اخیستي دي.
ده د جګړې په ترڅ کې د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.