تاند- افغان امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د یوه لوی تروریستي برید مخه ونیوله.
د پکتیا د ولایتي چارواکو په وینا د ترهګرو یوه ۲۰ کسیزه ډله یې له منځه وړې چې ۱۰ تنه یې ځانمرګي ول.
په پکتیا کې د ملي امنیت د ریاست د چارواکو په وینا دا کسان، چې غوښتل یې د کندهار د تېرې اوونۍ د حملې په شان په ګردېز کې پر دولتي ودانیو هممهاله بریدونه وکړي، په داسي حال کې چې ځانونه حملې ته برابرول د امنیتي ځواکونو په برید کې تارومار شول.
امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دې تروریستي دلې وسلې، د ځانوژنې واسکټونه او بمونه په لاس ورغلي دي.
تېره اوونۍ وسله والو سخت دریځو د کندهار د ولایت پر مقام او امنیه قومنداني هممهاله بریدونه وکړل خو د امنیتي ځواکونو له لوري وځپل شول.
پرون د پکتیکا په اورګون کې د موټر بم په وسیله ځانمرګي برید د دوو پولیسو په شمول ۸۹ تنه ووژل او نژدې ۱۰۰ نور یې ژوبل کړل.