تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن د افغانستان له ولسمشر سره تر ګډې خبري غونډې مخکې د دوهمې ورځې په مخه له کرزي سره وکتل او اوږدې خبرې یې ورسره وکړې.

دواړه خواوې وايي چې د امنیتي موافقې پر سر یې په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

امریکا غوښتنه کړې چې امنیتي موافقه دې په راتلونکو دوو یا درو اوونیو کې لاسلیک شي څو د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځیان د ۲۰۱۴ کال د دسمبر تر پایه پوري له افغانستانه د خپلو ۸۷ زرو پوځیانو د ایستلو مهالوېش جوړ کړی شي.

یوه امریکايي چارواکي د کرزي او کیري د جمعې د ورځې له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل:«د دواړو خواوو د خبرو لهجه رغنده وه. مناسبه ده چې وویل شي، د اکثرو مهمو موضوعاتو پر سر موجود اختلافات کم شوي دي.»

د کرزي ویندوی ایمل فیضي هم وویل، په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ویل شوي چې کیري پرون له کرزي سره په داسي حال کې چې په کابل کې د امریکا سفیر هم حاضر و، درې ساعته خبرې وکړې. وروسته کرزي او کیري دوه په دوه خبرې وکړې.

د دواړو خواوو نننیو خبرو دومره دوام وکړ چې خبري غونډه څو ځل وځنډېده. د دې خبر د خپرېدو تر شېبې لا ځنډېدلې ده.

امریکا د پاکستاني طالبانو د مهم قومندان نیونه تایید کړه

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن تایید کړه چې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو د پاکستاني طالبانو د مشر مرستیال لطیف الله مسود نیولی دی.

پرون افغان چارواکو ویلي و چې لطیف الله مسود د افغانستان د ملي امنیت له ځواکونو څخه تښتول شوی دی.

افغان چارواکي وايي چې د حکیم الله مسود مرستیال څو میاشتې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو نیولی و او غوښتل یې چې د نوموړي په وسیله له خپلو وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو لپاره د تماس لاره اواره کړي.

د راپورونو له مخې افغان چارواکو پرون /جمعه/ وویل: د پاکستاني طالبانو مهم قومندان لطیف مسود (مسید) د امریکايی پوځیانو له لوري په لوګر ولایت کې د افغانستان د دولتي ځواکونو له کاروانه وتښتول شو. د دوی په وینا امریکايي پوځیانو د دغه قومندان په اړه د افغان ځواکونو مخابراتي مکالمه اورېدلې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې د لطیف الله مسود د نیولو د عملیاتو د جزییاتو له څرګندولو ډډه وکړه. خو د پینتاګون چارواکو وویل چې مسود لا هم په افغانستان کې دی.

د پینتاګون د ویندوی په وینا نوموړی د القاعده او طالبانو پرضد د روانې جګړې په لړ کې په افغانستان کې نیول شوی او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له لوري په قانوني ډول ساتل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *