تاند- افغان چارواکو نن /جمعه/ وویل چې لږترلږه ۲ افغان عسکر به نن په پوځي محکمه کې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د هغې حملې په خاطر محاکمه شي چې ۲۸ تنه ښځې او ماشومان پکې ووژل شول او ۵۰ نور ژوبل شول.

د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار وویل:«د ملي اردو هغه غړي به پوځي محکمې ته وسپارل شي چې پر یوه کور یې د هاوان ګولۍ وویشتې او په نتیجه کې یې د واده برخوال ووژل شول.»

په همدې حال کئې حکومت له کابله هلمند ته یو پلاوی لېږلی چې د دې پېښې په اړه تحقیقات وکړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د دفاع وزارت یوه ویندوی دولت وزیري وویل چې له پلازمېنې څخه یو پلاوی د پېښې د څېړلو لپاره هلمند ته تللی دی

په سیمه کې د ملي اردو غړیو ویلي چې دوی د وسله والو طالبانو ډزو ته ځواب ویلی دی. د دوی په وینا طالبانو د هغه کور له څنګه د دوی پر پوستې ډزې کولې چې د واده مراسم پکې روان ول.

امنیتي ځواکونه تل وايي چې طالبان عموماً قصداً د خلکو د کورونو له شاوخوا او حتي بامونو څخه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي څو دوی ځواب ته اړ باسي او په نتیجه کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوړي.

خو هم ملي اردو او هم کلیوال وايي چې د پنجشنبې په شپه د واده پر کور د هاوان ګولۍ د امنیتي ځواکونو له لوري ویشتل شوي دي.

د هلمند یو شمېر اوسېدونکو د دې پېښې پر خلاف مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د دې پېښې مسوول کسان محاکمې ته وسپاري.

دا پېښه څو ساعته مخکې له دې وشوه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کابل کې په یو لړ مراسمو کې له ناټو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د ټولو امنیتي مسوولیتونو د انتقال د بهیر پای اعلان کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *