تاند- د هلمند ولایت چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغانستان د دولت ۲۸ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان پرون /سې شنبه/ سهار د سنګین ولسوالۍ د نسوزو په ملازۍ سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې سخت دریځو د پولیسو پر امنیتي پوسته برید وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوی چې جګړې ۱۲ ساعته دوام وکړ او په نتیجه کې یې ۲۸ سرزوري وژل شوي او ۸ نور بې درکه شوي دي.
د هلمند د چارواکو په وینا په جګړه کې ۳ پولیس هم وژل شوي دي.
تر دې مخکې پرون د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ادعا کړې وه چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په خپلو بریدونو کې، چې د خیبر په نوم یې پیل کړي دي، پر له پسې مرګ ژوبلې زغملي دي.
په زابل کې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړل
د زابل ولایت چارواکي وايي چې تېرماښام په کلات کې په موټرسایکل کې د ځای پرځای شوي بم د چاودنې په اثر د پولیسو او ملکیانو په شمول ۱۴ تنه ټپیان شول.
د زابل ولایت د مطبوعاتي دفترپه خبرپاڼه کې د دې پېښې په اړه ویل شوي:« تیرماښام شاوخوا ۶:۳۰ د کلات ښار زړې قوماندانۍ ته څيرمه د عملیاتی کنډک مخې ته یو زرنج موټرسایکل چی د لېرې کنټرولیده هغه مهال چې له دې لویې لارې لارویان تېرېدل، وچاودول شو، چی په پایله کې یې ۱۴ تنه شدید ټپیان شول، په ټپیانو کی ۶ تنه ملي پولیس او۸ تنه ملکیان شامل دي.»
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د ۳ ټپیانو حال د اندېښنې وړ دی.
ویل شوي چې ټپیان د کلات روغتون او د نړیوالو ځواکونو کمپ ته لېږل شوي دي.
دوې اوونۍ پخوا هم په کلات کې په ورته چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان شوي وو.