خبریال:اکبر راحل =
۸-۴-۲۰۱۵
د پکتيکا ولايت روغتيايې شورا او د دې ولايت د عامي روغتيا د رياست مسؤلان وايي چې د ښرني ۶۰ بستريز ملکي رغتون بايد ۲۰۰ بسترو ته ارتقاع وکړي، ترڅود ټولوناروغانوپه وخت او ښه درملنه وشي.
په داسي حال کې ياد نهادونه د ښرني ملکي رغتون خدمات په نه شتون بولی، چې پکتيکا يو مليون نفوس لري، اوټول له همدي ۶۰ بستريز رغتون څخه استفاده کوي، چې دخلکو بيراو بار ددې رغتون خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دې.
دپکتيکا ولايت د عامي روغتيا رييس ډاکتر ولی ګل په دې اړه میلمه راډیو ته وويل چې دا ۶۰ بستره شفانه په خپله دپکتيکا دخلکو لپاره هم بسنه نه کوي، ځکه چې يوه ولایتي شفاخانه بايد ۱۰۰او ياهم ۲۰۰ بستره وي.
نوموړي زياته کړه چې دښرني دملکي رغتون څخه دپکتيکا ولايت د مرکزاو ولسوالېو په ناروغانو سر بيره دپکتيا او غزني ولايتونو ناروغان هم مراجعه او درملنه کوي.
ده زیاته کړه چې د د د ښرنې روغتون ۲۰۰ بستریز او د اورګون او خیرکوټ ولسوالیو باید ۵۰ بستریزو ته ارتقاع وکړي تر څو د صحي خدمات په وخت و زمان خلکو ته ماهیا شي.
دولی ګل په خبره چې اوس مهال په پکتيکا کې ۳۵ دولتي روغتيايې کلينيکونه چې له دلی يې دښرني، اورګون او خير کوټ شفا خاني هم په دولتي چوکاټ کې فعاليت کوي.
دمرکز ښرني دملکي روغتون سرپرست ډاکتر نصیب احمد مسعود میلمه راډيو ته وويل چې دا شفاخانه په ټولو هغو معيارونو سمباله ده، چې بايد ۲۰۰ بستريز رغتون ته ارتقاع وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د هره ورځ دې روغتون ته تر ۶۰۰ پورې مریضان له بیلا بیلو ولسوالیو څخه مراجعه کوي چې د پکتیکا نفوس ته په کتو ۶۰ بستریز ولایتي روغتون ورته بسنه نه کوي دی
پاتي دې نه وې چې اوس مهال په ټوله پکتيکا کې يوازي يوه ښځينه ډاکتره فعاليت کوي.
د يادوني وړدی چې دښرني ملکي ولايتي رغتونو ۶۰ بستريز د اورګون او خيرکوټ شفاخاني ۲۰ بستره دې چې ددې ولايت دناروغانو لپاره بسنه نه کوي.