تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۱۳ مه: د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ له موټربم چاودنې وروسته وسله وال بريد کړى نو دوی شاته تمبولي دي.
د امنیتي مسوولانو په وینا ، طالبانو تېره شپه د دغه ولسوالۍ د مرکز د سقوط په موخه ډله ییز بریدونه پيل کړل چې د نن سهار تر ناوخته پورې يې دوام درلود.
د ارزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد خطاب خنجري رسنیو ته ویلي، چې افغان قواو د وسله والو بریدونه پر شا تمبولي او د ولسوالۍ د سقوط مخنیوی يې کړی دی.
قومندان خنجر وایي تیره شپه له برید وروسته په ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو مقاومت وکړ چې پر مهال يې ۱۷ طالبان ووژل شول او ا۳۲ نور ټپيان شوي دي.
خنجري زياته کړه چې په نښته او موټربم برید کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
خو د ارزګان یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو خپرېدو په شرط وويل، د وسله والو د تیرې شپې په برید کې ۱۵ تنو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره يې یاده نه کړه.
وسله والو طالبانو بیا د خاص ارزګان ولسوالۍ د جګړې په اړه رسنیو ته په یوه لیږلي پیغام کې ادعا کړې چې د ولسوالۍ پر مرکز يې موټر بم حمله او وسله وال بریدونه کړي چې حکومتي قواو ته يې په کې درانه تلفات اړولي.