تاند- د غور ولایت چارواکي وايي چې پرون /دوشنبه/ د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه په شاوخوا کې تر ۳۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د غور والي غلام ناصر خاضع پرون مازدیګر خبریالانو ته وویل، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې، چې افغان هوايي ځواک یې ملاتړ وکړ، ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول.
د غور د والي په وینا په دې عملیاتو کې، چې په «سوخته» او «امروتک» کلیو کې وشول، ۶ ټپي طالبان له وسلو سره ونیول شول.
د غور والي ادعا کوي چې افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو ډېره وسله هم نیولې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې د غور د والي د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو کې ځانګړو ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد فشار زیات کړی دی.