تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: افغان ځواکونو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ډلې پر ضد پيل کړي شل ورځني عملیات پای ته ورسول.

چارواکي وايي، دا ولسوالي یې په بشپړ ډول له داعشیانو او طالب وسله والو پاکه کړې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغو ۲۰ ورځنیو عملیاتو کې یو شمېر وسله وال وژل شوي او پاتې يې له دې ولسوالۍ څخه شړل شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه، افغان ځواکونه په چپرهار ولسوالۍ کې د امنیت د لا ډاډمنتیا لپاره په مهمو نقاطو کې شپږ پوستې او دوه امنیتي بیزونه هم جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ۱۹ داعشیانو او طالبانو د تسلیمۍ په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، دا ولایت له داعش وسله والو پاک شوی او شاید ډېرو کمو غرنیو سیمو کې د داعشیانو کوچنۍ ډلګۍ پاتې وي، خو هغوی به هم ژر له منځه یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *