تاند- د ګریشک امنیه قوماندان وايي، د طالبانو د مشر ملا هیبة الله زوی په انتحاري حمله کې نه بلکې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوی دی.
د ګریشک امنیه قوماندان څارمن محمد اسمعیل خپلواک وايي، دا خبره هیڅ حقیقت نه لري چې د طالبانو د مشر زوی د ګریشک پر پوستو په انتحاري حمله کې وژل شوی دی.
خپلواک وايي، افغان امنیتي ځواکونو د هیبة الله زوی وویشت او ویې واژه.
د طالبانو پلویانو د خپل مشر د زوی انتحاري حمله د دې ډلې لپاره لوی ویاړ بللی خو مخالف اړخ یې وايي، که جنګ ویاړ وي د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال کلونه د جنګ په جبهه کې تېر کړي او زوی یې اوس هم د ملي اردو په لیکو کې د دښمن خلاف جنګېږي.
د هلمند د ګریشک ولسوال څارمن خپلواک وايي، د ګریشک په ده ادم خان کمربند کې د سرطان په نهه ویشتمه (شنبه) طالبانو د ۳ هاموې زغرګاډو او یوه مازاد موټر په وسیله پر امنیتي پوستو برید وکړ چې په لړ کې یې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د نورو طالبانو په منځ کې د ملا هیبة الله زوی هم ووژل شو.
دی وايي، له دې پېښې وروسته طالبانو تبلیغات پیل کړل چې د هیبة الله زوی انتحاري برید کړی دی.