ژباړه : ډاکتر هدایت الله زرمت (عکس)
د پاکستان او چین له اقتصادي دهلیزه وروسته اوس د هند ایران او افغان اقتصادي دهلیز تاسو ته در پيژنم. ګوادر بندر او دټیکس نه معاف تجارتی ساحه د څلویښتو کلونو لپاره چین ته ورکړشوې ده همدارنګه د ګوادر نه سل کلومیتر لیري د چاه بهار بندر اوله او دوهمه مرحله هندوستان تکمیلوي.
د چین صدراعظم تیر کال په اسلام اباد کې د پاکستان او چین ترمنځ د یوه اقتصادي دهلیز په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ. پنځلس کاله وروسته د هند صدراعظم تهران کې د هند ایران او افغانستان دهلیز هوکړه لیک د ایران او افغانستان له مشرانو سره یو ځای امضا کړ.
خلیج اوعمان طرف ته خلاص چاه بهار د ایران یوه مهمه سیمه ده، نور بندرونه په فارس خلیج کې دننه دي چیرته چې مال انتقال کوونکې کښتۍ د دوه ویشت کلومترو فاصلې سره د یو هرم شکله نه تیریږی. د خلیج تر ټولو مصروف بندر عباس بندر دی. له دې ځای نه چې د ایران پنځه اتیا سلنه تګ راتګ یا کاروبار کیږي مګرچاه بهارته دا خدایي سهولت ورپه برخه دی چې که چیري د خلیج نورې لارې بندې شي یا د کوم جنګ په وجه د بندر عباس هرم شکله لار له خنډ سره مخامخ شي بیا د چاه بهار له لارې ایران د نوري دنیا سره لار لري او د چاه بهار دروازه یي پر مخ خلاصه ده د بندر عباس برعکس چاه بهار ژوربندر کې د یو لک ټن وزن نه زیات مال انتقال کوونکي کښتۍ هم تګ راتګ کولی شي.
د هند اولینه لار خو دا ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا سره تجارت د واګې (واهګې) او تورخم د لاري وکړي مګر راتلونکی نژدې کوم امکانات نه لیدل کیږي د همدې لپاره د چاه بهار د لارې خپل مقصد ته ځان رسوي.
د افغانستان اکثره صادرات او واردات د کراچۍ د لارې کیږې مګرافغانستان د دې ترانزیتي لارې نه د هند سره تجارت نشي کولی اوس که افغانستان د چاه بهار بندر سره د اورګاډي د لین او سرک په واسطه ونښلی بیا د افغانستان تجارت د پاکستان مهربانۍ ته ضرورت نلري۔
د هندوستان لخوا به د دوه سوه میلیونه ډالرو په لګښت اوسمهال یو کانتینر ترمینل او یوترمینل چې مختلفو کارونه لپاره ورنه استفعاده کیږي او مالونه به انتقالوي جوړیږي. په دوهمه مرحله کې به هندوستان خلاص تجارتي مرکز (یعنی هغه ساحه چې تجارتي نه وي) کی شل اربه دالر پانګونه کوي. د هند نالکو کمپنۍ به د کال پنځه لکه ټنه المونیم لاسته راوړلو لپاره خپل پلانټ نصبوي. یو ایل این جی او یو ګیس کریک پلانټ به جوړه وی د پټروکیمکلز او فرټیلازر(کیمیايی سرې) کارخانی به جوړوی. د ایران ود بهرنیو چارو وزیر د ډیلي په تیر سفر کې د هندوستان نه دا غوښتنه هم کړې وه چې چاه بهار بندر اداره هم هند وکړي ایران د سمندر فري فرزاد ګیس ساحه د ترقۍ قرارداد هم هندي کمپنیو ته ورکړی ده.
د افغانستان زرنج ښار د ایران د دلارام ښار له لارې د چاه بهار سره نښلي چې اته سوه اته وېشت کلومتره فاصله لري اود سرک کارونه هم جریان لری د یوې هندی کمپنی بارډر روډ ارګانیزیشن په واسطه دوسوه اتلس کلومتره سرک زرنج دلارام یو حصه مکمل شوید ه چه پدی باندی شپږ اربه هندی روفی لګیدلي دي او په دې کی یو سل درویشت کاریګر مړه شوی دی اکثره یی د طالبانو لخوا وژل شوي دي
هندوستان د چاه بهارنه د زاهدان ته د نهه سوه کلومتره فاصله یو اوږد اورګاډي لین هم جوړوي تر څو د بامیانو منځني افغانستان سره ونښلي چیري چې حاجي ګګ کان دی۔ اشوک لي لینډ هندي کمپنۍ ددې پروژې خاص پارټنر ده پاتي دی نه وي حاجي ګګ کان د اوسپني یو څو لویو جهانی ذخایرو نه یوذخیره ده او دا کمپنۍ دهند د اوسپنو د فابریکو اداره لخوا یو صنعتی کنسرشیم (د څو کمپنیو ګډون چې یوه ځانګړي برخه کې کار یا پانګونه وکړی) په حاجی ګګ کان یولس اربه دالر سرمایه ګذاری کولو ته اماده دی. ددی پروژی په مکمل کیدو سره به افغانستان تجارت چه اوس اووسوه میلیونه کلنی او یوطرفه ده راتلونکی پنځه کلونو کی به په یو کال کی د دري سوو نه تر پنځه اربه دالرو پوري ورسیږی.دمنځنی اسیا دلاجوردو دلاری په ذریعه هندوستان یورپ ته د اورګادي یا سرک د لاري ارزانه او کم ترکمه یو په دری لګښت کمولی شی.
فروری میاشت کې دهندوستان صدراعظم نریندرا مودي کابل کې د پارلمان لپاره نوي جوړه شوې ودانۍ پرانستله دا د هندوستان لخوا جوړه شوې ده او په هرات کې دهندوستان لخوا جوړ شوي سلمي داوبو او انرژۍ بند چې دری سوه میلینو دالرو په مصرف جوړ شوي راتلونکې میاشت کې افتتاح کیږي.
پاکستان او چین دهلیز که څه هم لویه پروژه ده مګر د پاکستان اعتماد صرف پر چین باندي دی. ددې برعکس په ایران او افغانستان کې هندوستان په تیزۍ سره د چین اقتصادي او ستراتیژیک رقابت په خپل حق کې داستعمال کولو هڅي کوي.
مثلا دایران دتیلو لومړنی لوی خریدار چین ا وبیا هندوستان ده که خپله ایران چاه بهار چې د هندی سرمایه ګذارۍ له کبله به جوړ شي فایده اخلي نو دوی چین سره ستراتیژیک او اقتصادی ودي ته هم دومره اهمیت ورکوي د هندوستان مالونه چه منځنۍ اسیا او اروپا ته د ایران له لاري درومي نو چین مالونه به هم دمنځنۍ اسیا د لارې د ایران اورګاډي لین په واسطه مشرقی میانه او افریقا ته تللی شي ددې عملي تجربه تیرو څو میاشتو کې د منځني چین نه د منځنۍ اسیا د لارې په واسطه اول مال وړونکی اورګاډی و.
چاه بهار کې دتیلو دترمینل جوړیدو لپاره چین مخکي له مخکي پنځه اویا میلیونه دالرو د قرض ورکولو پیشنهاد کړیده۔ د چین کمپنیاني په ایراني ښارونو لکه یادواران- جنوبی پارس-مسجدسلیمان او ازادګان سیمو کی دتیلو او ګیس شعبو کی دڅوارلس اربه دالرو سرمایه ګذاري کوي. جنوري میاشت کې د چین صدراعظم چی ایران ته تللی و د ایران سره هوکړه وکړه خپل منځی تجارت ته وده ورکوي او په راتلونکي لسو کلونو د دوه دیرش اربه ډالر نه نهه سوه اربه ډالرو ته لوړه وي. د ایران سره په تجارتي کاروبار کي هندوستان اوس هم د چین نه وروسته ده یعنی ایران او هندوستان تجارت اوسمهال پنڅلس اربه دالره شاوخوا ده.
ترکومه ځایه چی دافغانستان امن خبره او راتلونکي حالات دي بیا هم افغانستان اقتصادی پرمختګ په تیزی سره مخ پر وده ده. چاه بهار سره وصل کیدونه وروسته به افغانستان تجارتي راکړه ورکړه د پاکستان سره کمه شي. هندوستان دافغانستان په معدنیاتو کې سرمایه ګذاري کوي مګر چیني کمپنۍ هم وروسته نه دي.
د مسو نه ډک کان کې چین ۳ اربه (ملیارد) ډالر لګوي تر اوسه افغانستان کې بهرنۍ لویه سرمایه ګذاري ده. بل د چین میټالرجیکل ګروپ (هغه ډله چې اندازې/قیاسونه ټاکي) د سنګ ذغال نه دبرېښنا پیداکولو پلانټ او یو میلیون ټن اوسپنه کلنی پیداوار پلانټ د جوړیدو تابیا لري.
په سری پل او فاریاب کې د تیل اوګیس پروژه هم د چین نیشنل پترولیم ادارې اخیستې ده. د تیلو چانځای (رایفینري) به د لومړي ځل لپاره افغانستان کې جوړیږي. ټولټال چین افغانستان کې لس اربه (۱۰ ملیارد) ډالر سرمایه ګذاري کوي. هرڅومره ژر چې په جیو ستراتیژیک حالات مستحکم کیږي د سرمایه ګذارۍ حجم او هندوستان چین اقتصادي سیالي کې به هم وړاندي والی راځي.
دغه مقاله دری روځي وړاندی د پاکستان ایکسپریس نیوز نومی بریښناپاڼه کی خپره شوی وه او د لیکوال خپله مقاله دداسی سوالونو په کولو سره پای ته رسولی وه ( اس نئی گریٹ گیم میں پاکستان اپنے لیے کیا سوچ رہا ہے ؟ کیا واقعی سوچ بھی رہا ہے یا لگ رہا ہے کہ سوچ رہا ہے؟) او هلته ما په انګلیسی ژبه یوه تبصره هم ورباندی لیکلی وه چی تردوو روځو پوری هماغلته د انتظار په حالت پاتی وه او وروسته یی لیری کړی وه چی زما لپاره په پاکستان کی د بیان د آزادۍ ښه وه بیلګه وه، چی څرنګه د یوه ۱۸۵ میلیونی هیواد زړه دومره کوچنۍ وی چی پنځه کرښی رښتیا نشی زغملۍ او بیا د بیان ازادۍ ته ځان ژمن هم ګڼی .او په دی مقالی باندی زما لیکنه څه داسی وه! زه د نوموړی لیکوال دهمدی مقالی د داخلی محتویاتو سره بشپړ د نظر یوالۍ لرم مګردا غنیمتونه (فرصتونه) د پاکستان لپاره ندی! دا ولي؟! ځکه چی پاکستان په سیمه کی خپلی ستراتیژیکی اوسیاسی موخی د میلیټاریزم اوتروریزم د صادرولو له لاری ترلاسه کول غواړی، په همدی توګه سره د پاکستان بهرنۍ پالیسی د مارشالانو او آی اس آی په منګولو کی ده اوهغوی د خپل ملک د پرمختګ اوښیرازۍ لپاره لید لوری نلری،پهمدی ترتیب سره د افغانستان د جهاد په مهال په پاکستان کی یوه داسی توندلاری مذهبی ډله را وټوکیده چی ټولی موخی د ځانمرګیو واسکټونو له لاری تر لاسه کول غواړی او نوموړی ډلګۍ بیا دهمدی مارشالانو او آی اسآی لخوا ملاتړ کیږی چی د پاکستان لپاره یی دنړۍ په سطح د راشه درشه ټولی لاری تړلی دی.د پایلی په دود:ترڅو چی پاکستان په بهرنۍ پالیسی له سره نوی کره کتنه ونکړی نو دا فرصتونه ددوی لپاره د لیونی خوب دۍ چی مانا نلری.