د افغانستان په شمالي ولايت سرپل کې په يوه چاودنه کې اوو افغان پوليسو ته مرګ ژوبله واوښتله. سيمه ييزو امنيتي ځواکونو دغه پېښه تاييد کړه او وايي چاودنه تېره شپه د سرپل په مرکزي ښار کې شوې ده.
د دې ولايت د امني امر سخي داد حيدري وويل د پوليسو پر موټر د بمي وسيلې په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل دوه افغان سرتېري د افغانستان په جنوب کې په دوو پرله پسې چاودنو کې وژل شوي دي.
عظيمي وويل دغه دوه سرتېري په کندهار او ارزګان ولايتونو کې د سړک غاړې بم په چاودنو کې وژل شوي دي.
چا د دغو دوو چاودنو مسووليت نه دى منلى، خو تر دې مخکې دې ډلې د افغان قواوو په وړاندې ورته بريدونه کړي دي.
په کور کې جوړې شوې بمي وسيلې د افغان او بهرنيو ځواکونو د تلفاتو عمده علتونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *