خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د وري، حمل ۲۳ مه ۱۳۹۸
د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې له څه مودې ځنډ وروسته د هزارګنجي په سيمه کې د يوې چاودنې په نتيجه کې شاوخوا اته شپېته تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. په مړو شویو کې هزاره شعيه مسلمانان هم شامل دي.
د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه د جمعې په ورځ د چاودنې په ځای کې له رسنيوسره خبرو پر مهال ويلي، چې د کوټې په شمال کې د هزارګنجي په نامه دسبزيو او مېوو په منډۍ کې نن سهار په داسي حال کې چاودنه شوې، چې له دې ځايه مزدورانو د ښار نورو سيمو ته سبزي او مېوې وړلې.
پوليس چارواکی زياتوي، چې چادونه په موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکيو توکيو له امله شوې، چې په نتيجه کې يې د دوو ماشومانو په شمول شل تنه وژل شوي او شاوخوا اته څلوېشت نور ټپيان دي. په وژل شويو کې اته هزاره ګان او يو د ملېشه ځواکونو سرتېری شامل دی. وژل شوي او ټپيان د کوټې سول روغتون، شېخ زاهد روغتون، اېف سي روغتون او بي ايم سي ته وړل شوي، چې وايي، چې ځيني ټپيانو حالت هم مرګونی دی.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو خبري غونډې ته په وينا کې ويلي، چې چاودنه انتهاري وه او د مړو شويو شمېر شلو ته او د ټپيانو شمېر اته څلوېشت تنو ته رسېدلی دی. د ايالتي وزير په خبره تراوسه چا د بريد مسووليت نه دی منلی، خو پوليس يې په اړه تحقيقات کوي.
د يوې احصايې له مخې په تېرو پنځو کلونو کې سلګونه هزاره توکمه شعيه مسلمانان په هدفي وژنو، بمي چاودنو او ځانمرګي بريدونو کې وژل شوي دي. او د زياترو بريدونو مسووليت سني افراطي ډلو منلی وو.