۲۴/ چنګاښ / ۱۳۹۵
د انسان د ژوند د کولو شاوخوا سیمه چاپیریال بلل کیږي. چاپیریال د انسان له وخت تیرۍ سره نه شلیدونکې او مستقیمه اړیکه لري. د چاپیریال د کلمې په اوریدو د انسان ذهن ته دهغه پاکوالۍ او ساتنه راځي، کله چې اسلامي احکام مطالعه کوو، نو موږ ته د لمانځه د ادا کولو اجازه نه راکوي، تر هغې چې بدن، لباس او د لمانځه لپاره ټاکل شوی ځای مو پاک نه وي.
په اسلام کې د چاپیریال او د انسان په مینځ کې اړیکه د ټولنیز ژوند یوه برخه بلل کیږي، د داسې ټولنیز ژوند برخه چې په هغه کې دا حقیقت منل شوی چې ټول یو خالق ته عبادت کوي. د دې ترڅنګ، انسانان د ټولو هغو مخلوقاتو د حفظ او ساتلو مسؤلیت لري، چې په دې نړیوال چاپیریال کې ژوند کوي. په همدې اړه په سپیڅلي قرآن کې هم ډیر آیتونه راغلي.
الله تعالی فرمایي: “اې خلکو! عبادت وکړﺉ د خپل رب، هغه رب چې پیدا کړي ېې ېی تاسې او (پیدا کړي ېې دي) هغه کسان چې وو پخوا له تاسې څخه ددې دپاره چې تاسې ځان وساتی (له عذابه د الله) هغه (الله) چې ګرځولې ېې ده ځمکه تاسو ته فرش او ګرځولی ېې دی آسمان چت او نازلې کړې ېې دي له طرفه د آسمان اوبه نو راویې ایستل په دې اوبو سره له هر ډول میوې روزې تاسو ته، نو مه ګرځوﺉ له الله تعالی سره شریکان حال دا چې تاسو پوهیږﺉ چې الله تعالی شریک نه لري ” (البقره ۲۲-۲۱).
د بقرې شریفې په ۲۲ آیت کې چې کومه عربي کلمه (لعلکم= ستاسو لپاره جوړه شوې) راغلې ده ددې دا معنی ده چې ځمکه یوازې د یوه نسل لپاره نده بلکه د ټولو نسلونو لپاره ده، تیر، اوس او راتلونکی نسل چې په دې کې انسان او ټول د ځمکې د سر مخلوقات شامیلیږي.
رسول الله (ص) فرمايي: ((الطهور شطر الایمان)) ژباړه : پاکوالی د ایمان یوه برخه ده.
هرکله چې اسلام او قران په پاکوالي دومره ټينګار کوي، هر وګړی د ځان او چاپیریال په پاکوالي مکلف ګرځوي، نو بیا ولې انسان له دې مسؤلیته غفلت کوي؟
د هرچا دا خوښیږي چې له کوره بیدیا ته په نوي او عصري لباس کې ووځي، ځان د مډرنې زمانې له مخکښو شخصیتونو وښیي. خو دلته پوښتنه رامخې ته کیږي چې په یوه ناپاک چاپیریال کې دده دا عصريتوب تر اغیزې لاندې نه راځي؟
ښکاره ده چې چاپیریال د انسان د ژوند د سلیقې یوه اولګو او نمونه ده، چې د هغه کورنۍ ژوند او کلتور ښایي.
د چاپیریال د پاکوالي په هدف په هر هیواد کې د ښاروالۍ او چاپیریال ساتنې په نومونو ادارې فعالیت کوي، چې دنده یې نه یوازې د ښار او سیمې نه د کثافاتو را ټولول دي، بلکې ښاریانو او ولسونو ته د پاک چاپیریال د رامنځته کولو په منظور عامه پوهاوی دی.
عامه پوهاوی د یو کار د غوره پایلو د لاسته راوړلو یوه مناسبه او مطلوبه طریقه ده، چې د منبرونو، غږیزو، انځوریزو، چاپي او ټولنیزو رسنیو له لارې ترسره کیږي.
د وګړو یوځای کیدنه ټولنه تشکیلوي، چې په خپلو کې اسلامي، کلتوري، مذهبي او نورې شریکې اړیکې لري. ټولنې په دوو لویو څانګو ویشل کیږي:
۱ – ښاري
۲ – کلیوالي
ښاري ژوند د کلیوالي ژوند په نسبت د پوره عصریتوب او ښاریتوب ترڅنګ له ځینو ننګونو سره مخ وي. د ونو، بوټو، شنو فصلونو او تازه هوا ځای په ښار کې دوړو،د کارخانو او موټرو لوګیو او ګڼې ګوڼې نیولی وي او چاپیریال یې د طبیعي هوا له نعمت نه بې برخې کړی وي.
هر کله چې د ښار کثافات او اضافي توکي د ښاریانو لخوا د ښاروالۍ د تنظیف د عملې په نوم په همغه ځای کې پریښودل کیږي، یوه لویه تیروتنه ده، لکه څه ډول چې وړاندې یادونه وشوه، هر وګړی د خپل چاپیریال د پاک ساتنې مسؤلیت پرغاړه لري، که موږ او تاسې په ښار یا بل کوم تفریحي ځای کې خوراک او څښاک کوو، وروسته هغه اضافي توکي په نسب شویو کثافات دانیو کې واچوو، د خپل مسؤلیت د پوره کولو ترڅنګ به مو د ښاروالۍ سره لویه مرسته کړي وي.
کثافات:- هغه بې ګټې او اضافي مواد دي چې خپل ارزښت یې له کارونې وروسته له لاسه ورکړی وي او د چاپیریال د چټلیدو سبب ګرځي، کله چې انسان دې نړۍ کې قدم ایښی نو کثافات له همغه وخته منځته راغلي دي.
کثافات یا اضافي مواد په دوو برخو ویشل کیږي:
۱ – تجزیه کیدونکي: ( د ونوپاڼې، لرګي، غذا، حیواني او نباتي مواد او د رخت ټوټې ….)
۲ – نه تجزیه کیدونکي: ( پلاستیک، شیشه، اوسپنه، رابړ ……. )
په ازاده هوا کې د پورتنیو اضافی توکو د له منځه تلو وختونه:
د جون د مېاشتې پنځمه نیټه په ټوله نړۍ کې د چاپیریال ساتنې د ورځې په نوم پیژندل شوې چې هرکال نمانځل کیږي.دغه راز خلکو ته د ژوند دچاپیریال ساتنې په اړوند معلومات او درسنیواو تبیلیغاتو له لارې دعامه پوهاوي زیاتول ، دښاري عالي فرهنګ دودول، په ښوونځیو او پوهنتونو نو کې زده کوونکو ته په دې اړوند معلومات ورکول او دچاپیریال ساتنې په برخه کې دهغوی روږدي کول، له بهرنیو تجربو څخه ګټه اخیستل، په دولتي دفترونو کې پاکۍ ته پاملرنه او په دې اړوند دمجازاتو او مکافاتو او سالم رقابت رامېنځته کول، د چاپیریال پاکونې په اړوند د اشرونو او داوطلبانه کارونو دودول او ډیرول، له بهرڅخه پرهغو توکو دراوړلو بندیز لګول چې روغتیا او چاپیریال ته تاوان اړوي.
باید چې دچاپیریال دساتنې په اړوند ټول اړخونه رغنده کړنې ترسره کړي که نه په هیواداو په تیره په ښارونو کې دتخنیکي او ترانسپورتي وسایلو او نفوسو په زیاتیدو سره به خدای مکړه له ډیرو ناخوالو سره مخامخ شو.
راځئ! چې د خپل ښار او سیمې د چاپیریال ساتنې کلتور په ځان عملي او د ټولنې نورو وګړو ته ولیږدوو، د یوه سپیڅلي او ښکلاییز چاپيریال لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړو.