د ۱۶۸۰ فابریکو زیانونه
افغانستان کې هغه ۱۶۸۰ صنعتي کارخونې د ژوند چاپیریال او روغتیا ته جدي ګواښ ګڼل شوې، چې دا مهال په کورونو او عامه مېشت ځایونو کې فعالیت کوي.
د چاپيریال متخصصین وايي، د تولیدي کارخونو مضر ګازات او ذرات، بخار، چټلې اوبه او کثافات په انسانانو سربېره د حیواناتو او نباتاتو لپاره په جدي ډول د زیان سبب شوي دي.
افغانستان کې د ۳۰۰۰ توليدي کارخونو یاد شمېر یې په عامه ځايونو کې دي او د چاپيریال متخصصين وايي، دولت باید دغه کارخونې زر تر زره صنعتي پارګونو ته ولېږدوی او یا یې په لومړي اقدام کې له مېشت ځایونو وباسي.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مسوولين وايي، د صنعتي پارکونو د نشتوالي له امله دا مهال۱۶۸۰ توليدي کارخونې د کورونو او مارکېټونو په منځ کې فعاليت کوي.
دوی وايي، ددې ترڅنګ چې يادې فابريکې فعاليتونه او توليدات لري، خو د ګټې پر ځای یې زيانونه ډېر دي، ځکه چې د چاپیريال او هوا لپاره يې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.
ياد شمېر کارخونې د هېواد په پېنځو لويو ولايتونو کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې فعاليتونه کوي.
د ورکړل شويو راپورونو له مخې د هېواد په اتو صنعتي پارکونو کې ۱۳۲۰ کارخونې فعالې دي، چې د چاپېريال ساتنې ادارې د مسوولينو په خبره ډېری پارکونه اوس د خپلسرو کورونو او مارکېټونو په منځ کې راګير شوې دي.
د چاپېريال ساتنې ادارې د دفتر رييس انجينر صديقي محور ته وويل: هغه فابريکې چې د کورونو او مارکېټونو په منځ کې په انفرادي ډول فعاليت کوي، ددې پر ځای چې ګټه ورسوي، له هره اړخه نه جبرانېدونکي زيانونه خلکو او چاپیریال ته اړوي.
ښاغلی صديقي وايي، په لويو ښارونو کې صنعتکارانو ته د ښارواليو له لوري ځمکې نه دي په ګوته شوي، چې په کومو سيمو کې بايد فعاليت وکړي، نو دوی هم ځانونه مسوول نه دي بللي: ((د استوګنې په سيمو کې کارخونې د اوبو، خاورې، هوا او په ټوله کې د چاپېريال د چټلوالي لامل کېږي. کارخونې مضره جامد کثافات، اوبه، ګازات او ذرات خپروي، چې ان د حيواناتو او نباتاتو لپاره هم د تباهۍ باعث ګرځي.))
د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولين وايي؛ کار روان دی چې په لويو ښارونو کې هغه فابريکې وتړل شي، چې د استوګنې په سيمه کې فعاليت کوي او چاپېريال ته ستونزې پېښوي: ((له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې سره په ګډه کار روان دی، چې ددې ډول فابريکو لپاره يو منظم پلان جوړ شي. په دې وروستيو کې د څلورو صنعتي پارکونو د جوړولو پلانونو په اړه چاپېريال ساتنې ادارې ته راپورونه راغلي، چې يادې ادارې پکې خپل نظرونه ځای پر ځای کړي، څو چاپېريال او هوا ته لازم پام وشي.))
له محور ورځپاڼې په مننې