مومن د ګریوان ګروې پرانیسته او د کړکۍ پرده یې په زوره کش کړه:
« ولې مې درواغ وویل چې واده نه لرم»
« که مې داسې نه وای کړي نه ملګرې کیده»
جګ ترموز یې راواخیست، په پياله کې یې چای واچاوه. ګیلاس یې پورته کړ. د اوبو خړه لاندې کښیناسته:
« اوس که نور خبر شي»
چاکلیټ ته یې ځیر ځیر وکتل:
« که چاته ونه وایم څوک څه خبریږي»
پوست کړی چاکلیټ یې واړاوه راواړاوه بیا یې د هغه پوست بیرته د چاکلیټ پر سر کیښود او له کوټې ووت.
پای، پراګ