تاند- پښتون ارشاد خان، چې په اسلام اباد کې یې د لارې پر سر چای پلوره، د ټولنیزو شبکو له برکته په یوه ستوري بدل شو تر دې چې د فېشن او مود کمپنۍ ورسره قرادادونه لاسلیکوي.

اتلس کلن ارشاد خان، چې شنې سترګې لري، وروسته له دې مشهور شو چې هندي او پاکستاني رسنیو د ده عکسونه خپاره کړل.

د جامو ګنډلو یوې کمپنۍ او د انترنیټ د اعلانونو (فیتین) شرکت د ده عکسونه خپاره کړي دي.

2تر دې وړاندې د روانې اوونۍ په پیل کې ارشاد خان د پاکستان تلویزیوني چاینلونو ته وویل چې ده ته د رسنیو پاملرنه د دې سبب شوې چې له روزګاره ووځي.

د ارشاد خان تره هم ویلي چې رسنیو ارشاد خان له کاروباره ایستلی دی.

په دې اړه د ښاغلي بونیري لیکنه

One thought on “چای پلورونکی ارشاد خان په ستوري بدل شو”
  1. دا هلک د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی. تاسو یې خبرې واورئ اوچته ښکاري. د مردان خلک هېڅکله داسې خبرې نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *