يوه رايه زموږ ژوند را بدلولاى شي. يوه رايه زموږ برخليك ټاكلاى شي. يوه رايه هم هغه څوك بريالى كولى شي، چې زموږ هېواد آباد كړي او هم هغه څوك بريالى كولى شي، چې زموږ هېواد له نورو بحرانونو سره مخ كړي، نو د رايې کارونې په وخت ډېر دقت وکړئ او پدې تاریخي انتخاب کې له ځیرکۍ کار واخلئ!

رايه وركول د هر وګړي طبيعي او مدني حق دى، هر وګړى د دې حق او پوره آزادي لري، چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه وركړي، خو رايه چې امانت دی، نو د امانت په سپارلو کې له پوره دقت څخه کار واخلئ. د رایې کارولو اصول دادي چې بايد په هغه ډول وكارول شي، چې زموږ د هېواد د ټولو وګړو د غوښتنو تمثیل وي او دا د پوهې، کاري تجربې او پاکې مخینې په اساس وي، نه د قومي، ژبنيو او سمتي غوښتنو له مخې.

د نافذه قوانینو په اساس د رايې وركولو حق هر انسان ته وركړل شوى او دوی که اوس خپل حق د یو څو زره افغانیو په بدل کې نن پلوري پوه دې شي، چې سبا د شکایت حق نه لري.

چاته یې چې د امتیاز په بدل کې رایه ورکړه، هغه هم سبا ورته ښه دلیل همدا لري، چې امتیاز دې ترلاسه کړی، نور له ما څه غواړې او دی هم بیا د شکایت حق ځکه نه لري، چې قانوني تړاو یې ترمنځ نه پاتې کېږي.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ باید ولس د هغوی د برنامو په اساس د خپلې رایې حقدار وپېژني. له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برنامو نیولې تر بهرني سیاست او کړنلارې پورې ټول په هغو انتخابونو کې راځي چې د یوه کاندید وړتیا مشخصوي.

خلک باید د خپل امانت سپارلو پر مهال ځینې اصولو ته پام وکړي، چې تر قانون راښکته په ټولنیزو معیارونو او دودونو کې راځي.

په اوس وخت کې لوی بحران اقتصادي هغه بلل کېږي، چې سیاسي هم پې ولاړ دی او دا د دوو مخکښو نوماندانو له منځه د یوه په برنامو کې ډېره ښکاره او په استدلال ولاړه ده، چې په انتخاب به یې پښیمانه نشئ.

چا ته رايه وركوو؟

د كانديد کاري بګراونډ، ټولنیزه مخینه، زده کړې او راتلونکي ته د قانون په چوکاټ کې هر اړخیزه او د عملي کېدو تګلاره لرل هغه لویې ځانګړنې دي چې د خپلې خوښې نوماند پرې پېژندلی او نښه کولی شئ.

دې پوښتني ته د ځواب موندنې لپاره د كانديدانو تېر ژوند، تېرې كړنې، علمي او فكري ډګر، په تېرو حكومتي دورو كې د دولتي مامور په صفت رسمي هڅې یو ځل بیا وارزوئ، ځکه وخت ډېر کم دی.

هغه چا ته رايه وركول، چې له اوسني بحرانه د افغانستان د اېستو کومه ځانګړې تګلاره نه لري او دا له ټلویزیوني مناظرو تر شخصي بحثونو پورې ښکاره خبره ده، نو یوه تاریخي خطا ده.

خپله رایه په هېڅ کاندید مه خرڅوئ، خپله رایه هېڅکله کم ارزښته مه بولئ او هېڅکله دا فکر مه کوئ، چې ستاسو په رایه هېڅ هم نه کېږي، خو په یاد ولرئ چې ستاسو یوه رایه هم ټاکنې ستاسو د خوښې او رقیب کاندید په ګټه او تاوان بدلولی شي.

علمي ډګر:

د كانديد تېر علمي ژوند د هغه علمي كړنې، د هغه د علم او پوهې كچه. يو له هغو اړينو غوښتنو څخه ده، چې زموږ د هېواد برخليك را بدلولاى شي، په علمي تيوريو، په علمي مفکورو د یو شخص جوړ ژوند، د بدلون لپاره مثبتې برنامې، د پرمختګ لپاره قاطع دریځ هم له تاسو سره په پېژندنه کې مرسهته کوي.

اوس په تاسو پورې اړه لري چې په دوه مخکښو کاندیدانو کې پدې شرایطو او اصولو ولاړ کاندید وپېژني، په نښه یې کړئ او د غبرګولي په ۲۴ ورته دا دروند مسوولیت ور وسپارئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *