د خبرونو په اساس په کابل کې ځینې کسان بیا سره را ټول شوي او وايي‌ چې ټولټاکنې باید وځنډول شي او د سولې خبرې دې پیل شي. له دې ښاغلو (!) څخه لاره ورکه ده او که د هېواد د بې ثباته کولو لپاره یې بله کومه لوبه سمدستي په ذهن کې نه را تاوېږي؟ یوې خوا ته افغان حکومت کوښښ کوي چې د غیرمشروعیت له ګردابه ځان د ولسمشریزو ټولټاکنو په رسۍ تر ساحله ورسوي او بیا د مشروعیت له دریځه د سولې خبرو ته له پلان سره سم ور ښکته شي چې له دې سره به د سولې د خبرو وزن زیات شي او هم به ورسره د خبرو د منلو او عملي کېدلو قوت پیدا شي خو بلې خوا ته بیا داسې کسان حضور لري چې هغوی یوازې د نورو اجنډاوې پر مخ وړي او د وطن لوړې ګټې یې هیڅ په پام کې نه ګرځي. ټول افغانان په دې یوه خوله دی چې سوله اړینه ده، خو هیڅوک نشي ویلی چې سوله به په څو ورځو کې راشي.
بل لور ته که وګورو په داسې وخت کې چې ولسمشریزو ټولټاکنو ته یوازې څو ورځې پاتې دي نو کوم سالم عقل به دا ومني چې انتخابات دې وځنډول شي. د کومو لپاره چې په میاشتو میاشتو تیاری شوی او بودیجه ور ته بېله شوې ده. ولې له دې ښاغلو نه څوک دا پوښتنه نه کوي چې دا یوه یا دوې میاشتې مخکې چېرې وئ؟ دوی خو هغه وخت هم د سولې په باره کې دومره په شوق او ذوق سره خبرې نه کولې څومره یې چې د موقت حکومت نغاره غاړې ته اچولې وه. اوس چې پوه شول د دوی خبرې د موقت حکومت په برخه کې چا وا نه ورېدې، نو دا دی بله سرینده یې پیل کړه.
که په واشنګټن کې د عمران خان نننۍ خبرې او غوښتنې ته پام وکړو نو ښکاري چې په داسې نړیوالو دریځونو باندې هغوی څومره په روښانه ټکو کې د طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه کوي،‌ په کومو خبرو کې چې دوی ګڼلې وه: ګټه یې په کې کړې، خو د ځینو دلایلو له امله هغه خبرې هوکړې ته و نه رسېدې. سړی حیران شي چې د هغوی سیاسیون په هیڅ صورت له خپلو ګټو نه تېرېږي.‌ خو که بیا موږ خپلو سیاسیونو ته وګورو چې ځینې یې د حکومتولۍ تجربه هم لري او په نړېوالو سټیجونو یې په وار وار د افغانستان نماینده ګي هم کړې ده خو بیا هم د افغانستان لوړې ګټې یا خو نه پېژني او یا هم په لوی لاس د نورو د اجنډاو لپاره داوطلبانه کار کوي او د عملي کېدو لپاره یې ټټر ډبوي او کرۍ ورځ د هېواد د بې ثباته کولو لپاره دسیسې جوړوي.
په پای کې دا دوه پوښتنې هم له دوی څخه کوم. په دې شپو ورځو کې د ټولټاکنو د ځنډولو غوښتنه له دسیسې پرته بل څه کېدای شي؟ که خدای مکړه هېواد بې ثباته شي نو د دې بې ثباتۍ قیمت به څوک پرې کوي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *