له هغه وخته چې د ټاکنو پروسه دویم پړاو ته ولاړه نو د اصلاحاتو او همپالنې ټیم پښې وښویدې. له اول پړاوه یې هڅه دا وه چې خبره هر څومره ژر چې کیداي شي د دوي په ګټه په هماغه پړاو کې ورټوله کړي، خو د ګټلو لپاره یې د ټاکلې اندازې (50+1) سره د رایو واټن ډیر و نو هاغه شو چې خبره دویم پړاو ته ولاړه.
دویم پړاو ټاکنې هم ترسره شوې. د ټاکنو په لومړۍ او دویمه ورځ چې دغې (د اصلاحاتو او همپانې) ټیم ته لمړني معلومات ورسیدل چې د خپل سیال ټیم څخه یې تقریبا یو نیم میلون رایې کمې وړې دي نو په خاوره ایستلو یې پيل وکړ او په ټاکنو کې یې د تحول او تداوم ټيم له لوري د ډیرو درغلیو کولو ادعا وکړه. خو د تحول او تداوم ټیم د دوي د تور له ردولو پرته بل کوم داسې کار و نه کړ چې په راتلونکې کې د همپالنې د ټیم له خوا د احتمالي ګواښونو مخنیوي وکړي.
د ټاکنیزو کمپاینونو په بهیر کې یې سیال ټیم او مشرانو ته سپکې سپورې وویلې خو تحول او تداوم ټیم او پلویان یې چوپه خوله پاتې شول.
په ټاکنیز اړ و دوړ کې يې د اشرف غني رایې ګوسفندي وبللې، خو ډاکټر اشرف غني او پلویانو یې هیڅ د پام وړ غبرګون و نه ښود.
د پاکو او ناپاکو رایو بیلولو بهیر کې یې پاکې رایې باطلې اعلان شوې، نه د تحول ټیم او نه يې پلویانو خپل غږ پورته کړ.
د نړۍ ستر تقلب کوونکي ټیم نوم پرې و تپلی شو بیا هم تحول او تداوم ټیم او پلویانو یې پرې غوږونه کاڼه کړل.
د همپالنې ټیم لخوا د فشارونو او جنجالونو سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپل کار پیل کړ او وروسته له اوږد او پرله پسې ځنډ څخه یې د دویم پړاو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د پایلو د اعلان څخه وار د مخه د همپالنې ټیم د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره خپل پریکون اعلان کړ او تور یې پورې کړ چې ارګ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د تحول او تداوم ټیم په ګډه د دوي د بریالیتوب مخنیوی کړی او په همدې اساس د ټاکنو پایلې ورته د منلو وړ نه دي، بیا هم ارګ، تحول او تداوم ټیم او پلویانو یې خبره شاته واچوله.
په ورته وخت کې د لومړنیو پایلو د اعلان څخه وروسته عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې د موازي حکومت جوړولو ګواښ وکړ، بیا هم تحول ټیم او پلویانو یې خبره عادي وګڼله.
او اوس اوس په دې وروستیو کې د دواړو نوماندانو تر منځ چې د نظر اختلاف د دوو مواردو پرته نور پاي ته رسیدلی دی، نو پخواني جنګسالار او د همپالنې ډلې مخکښ غړي (د بلخ والي عطامحمد نور) ګواښ کړی چې که د دویم پړاو تفتیش کې د دوي غوښتنې ونه منل شي نو په زرغون او نارنجي مدني حرکتونو به لاس پورې کړي او دولتي ودانۍ به په زوز ونیسي. دلته باید ووایو چې مدني حرکت ځانګړی او روښانه تعریف لري. که په رښتیا مدني حرکت همدې ویل کیږي چې دولتي ودانې او دولتي تاسیسات دې د یو جنګسالار لخوا په زور ونیول شي نو بیا خو په تیرو دري لسیزو کې چې د افغانستان د بربادۍ اساس ګڼل کیږي، ټولو ټوپکوالو مدني حرکتونه کړي دي. هیڅوک باید مجرم او جنګسالار یاد نه شي بلکه ورته د مدني فعالینو نوم ورکړ شي.
په ټوله کې ویلاي شو چې د دې پروسې له پيل راهیسې د همپالنې ټیم په خپله ژبه زهر شیندلي و او همیشه یې ولس ته د وینې توینې، زور، جنګ او وحشت خبرداری ورکړی دی او په مقابل کې یې د تحول او تداوم ټیم او پلویانو يې د ردولو پرته د پام وړ کوم اقدام نه دی کړی. اوس نو د تحول او تداوم ټیم او د دوي پلویان دې له سیال ټیم څخه ګیله نه کوي ځکه هر څه يې په خپل لاس کړي دي. په همدې اساس د همپالنې ټیم اوس په زغرده د پریکون او نه منلو اعلان کوي.
د پښتو متل دی چې وایې: چا پوپو، په خپله پوپو.