همایون نایل

د شوروي اتحاد له یرغل وروسته د هغوی له پاتې شوو جنګي وسلو او مهماتو چا، څرنګه، څومره او ولې ګټه پورته کړه او له هغې وروسته چا په کوم ډول د مرستې او غدارۍ لاسونه راکړل؟.

کله چې دخلق دیمکرات ګوند په ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۲۷مه د شوروي اتحاد د سرو پټو لښکرو په مرسته پر سردادر محمد دواود خان کودتا وکړه، نورمحمد تره کي د یاد ګوند له خوا د چارو واکې په لاس کې واخیستې، د همدې کال په دسمبر میاشت کې تره کي له شوروي اتحاد سره یوه توافقه لاسلیک کړه چې له امله یې کولای شول، له یاد اتحاد نه د اړتیا په صورت کې مرسته وغواړي.

د همدې توافق له مخې یې د واک په لومړیو کې یعنې د ۱۹۷۹ کال له پیل سره سم له شوروي اتحاد نه د پوځي تجهیزاتو غوښتنه وکړه، د لومړي ځل لپاره یې شل جنګي الوتکې او عملې ترلاسه کړې. د همدې کال په جون میاشت کې د بګرام او شینډنډ د هوايي هډو د ساتنې په موخه یو شمېر ټانګونه د هغوی له عملې سره افغانستان ته را ورسېدل.

د روسي نژاده پراشوت پوشه عسکر چې په چل او فریب یې ځانونه د تخینکارانو په ډول ارګ ته ورسول، د نورمحمد تره کي د ساتونکو په توګه وګمارل شول.

دا چې د شوروي له اتحاد نه د افغان دولت د مرستو یوه غوښتنه هم نه ردېدله، یاد دولت د لا ډېرو او لویو قطعاتو د مرستې غوښتونکی شو چې په ډېر کم وخت کې یې دا سترې غوښتنې هم پر ځای کړای شوې.

لنډه دا چې په لسګونه روسي پروزنه او پر ارزښته چورلکې، په سلګونه درانه ټانګونه، په زرګونه سپکې او درنې وسلې ګران افغانستان ته راغلې او په هېواد کې د شته شوروي پلوو له خوا ورته د هر ډول لاسوهنو زمینه برابرشوه.

دا چې ببرک کارمل له هېواده بهر مېشت و د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر پر ۲۷مه یې له شوروي نه په غوښتنه او اشاره د یو قوي ځواک په ډول د شوروي ۵۰۰۰۰ سرتېري چې د افغانستان د پوځ جامې یې اغوستې وې او د کی جي بي کارکوونکي او د شوروي د ځانگړو ځواکونو (الفا گروپ)سرتېري هم پکې شامل وو، ګران هېواد افغانستان تر ناپاکو او یرغلوونکو ګونډو لاندې کړ.
دا وخت د افغانستان جهادي ډلو او تنظیمونو له پاکستان، ایران، سعودي عربستان، امریکا، انگلستان، چین او له نورو اسلامي هېوادونو څخه د شوروي د یرغل پر وړاندې د مقاومت لپارهد مرستې غوښتنه وکړه.
له دې ډلې د یو شمېر هېوادونو په مرسته او د عامو افغانانو په همکارۍ دې ډلو د نهو کالو له مقاومت وروسته بالاخره شوروي اتحاد ته سخته او شرمونکې ماتې ورکړه. د زرګونه سرتېرو له وژل کېدو سره، سره یې ګڼ پوځي تجهیزات او مهمات پاتې شول.

دا چې د دې سرو مخو او سرو سټو له وتلو وروسته د تجهیزاتو لویه برخه د هېواد په زیاتو برخو او په خاص ډول په سرحدي سمیو کې پاتې وه، له مرسته کوونکو هېوادونو نه هر یو یې د خپلې وسې او توان په اندازه ناوړه ګټه پورته کړه.
په زرګونه افغانان د یادې مقاومې دورې په اوږدو کې شهیدان او په زرګونو نور معیوبین شول، د همدې د وروې له پای ته رسېدو وروسته هم یو شمېر پاتې ښوونکي وو چې د افغانانو د مرک او ژوبلې سبب شول.

د امنیتي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي زیان سره، سره، نورو هېوادونو ته د پراخې لاسوهنې ښه موکه او زمینه برابره شوه.

ښه مې په یاد دي، د طالبانو په ریژیم کې چې پاکستاني جاسوسانو، تورمخو پنجابیانو او د همدوی په لهجه ګړېدونکو ډېرو ماهیرینو، غلو او چپاول ګرانو به زموږ د کورنو تر شا، د تپې د سر په لېوا کې ولاړ ټانګونه په ډېرې بې رحمۍ او نه زغمېدونکې خندا اره کول او هغه به یې د جهادي ډلو د غنیمت په نامه پاکستان ته انتقالول.

د اختر په شپو او ورځو کې به یې زموږ د کلي ځوانانو ته په بوریو، بوریو باروت او فشنګونه ورکول چې خوښي پرې ونمانځي او دوی به د دوی په بوخت ساتلو خپلې شومې موخې ته د رسېدلو لار لنډوله. زه لا کمکی وم؛ خو کله چې د پاکستان په شوم هدف پوهشوم، په لېوا کې یوازې له اغزن سیم څخه نور هېڅ پاتې نه ول.

ما چې د روسانو د وخت درانه پلنګي ټانګونه، ګاز شش موټر، د ځايي اوسېدونکو په اصطلاح بمي چل، توپ، هوان او ګڼ نور وسایل لیدلي ول، اوس یې یوازې د درېدلو ځایونه پاتې دي او بس.

دا هغه څه وو چې ما په خپلو سترګو لیدلي ول؛ خو اوس پوه شوم چې نه یوازې د ننګرهار د فارهم هډۍ د سیمې دا پوځي زېرمه لوټ شوې، ورسره د هېواد په بېلابېلو برخو کې، هغه څه چې د استفادې، د ترمیم او یا د لوړ قیمت د پلور وړتوب یې درلود، د پاکستان په شومانه هدف چور وتالان شوي، ممکن بېرته یې په خپلو موخو کې وکاروي.

د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو د چور او تالان تر څنګ د دوی زړونه لا ډګ پاتې دی او دا دی وسله والې بېلابېلې ډلې یې را زېږولي او د سیمې لپاره یې یوه ستره ګواښوونکې زېرمه ځینې جوړه کړې ده.

بل خوا سعودي عربستان هم د القاعده په راستلوو کې ستړیا نه ده حس کړې او امریکا خو په ښکاره ډول خپل ځواکونه راستولي دي.

دلته د ټولو جنګ پلوو ډلو شتون او بدې موخې د همدې ورځې پایلې دي؛ خو خبره دا ده چې هغه قیمتي پاتې شونې او د افغانانو لپاره غنیمت کړی شوي وسایل، ولې وپلورل شول؟

ځینې جهادي قومندانان ول چې د یادو مهماتو په پلورلو سره یې اوس د زرو موټرو د چلولو او ځغلولو چل زده کړی، د لارو په تړلو او بندولو کې د موټرو له رش او ګڼه ګوڼې نا خبره دي او ممکن په تېرو لسو کالو کې یې حتی یوه ورځ د لارو تړل او بندول نه وي لیدلي.

پاکستان پوهېده چې که افغان حکومت لږ څه په پښو درېدلو ته پرېږدي، د هغې دورې د غدارۍ حسابه به ورسره وشي؛ یوه ورځ به د شپږدېرش کالو پخواني ټاګونه او نورې وسلې پرې وکارول شي او د دوی دغه موخه چې اوس ورته ځان رسېدونکی احساسوي له منځه ولاړه شي. یعنې پاکستان تل پر افغان حکومت او نړیوالو د افغان سولې تش نوم په لومړ قیمت پلورلی او لا یې پلوري، د خپلو تاسیساتو په جوړولو کې په ډاډ سره قدم اخلي او همدا راز د واسکټونو په جوړولو کې له هر ډول لاس رسي سره په لوبو اموخت اونه یوازې د افغانستان؛ بلکې د سیمې او نړۍ لپاره غاښونه چیچلی او د هغوی د تخریبېدلو ښه تکمه جوړولای شي.

که د ولسمشر غني وروستۍ هڅې وګورو، دا چې هند د پوځي مرستو تر څنګ، بېلابېلې کم سارې او با ارزښته مرستې کوي، دا چې تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان راسره د مرستو کولو هوډ لري، دا چې چین راته په زرګونه چینایي وسلې رااستوي، اذاربایجان چې د هوايي ځواک د ترمیم او زموږ تر بسیاینې پورې د موقتي مرستې اوږه را کوي، مثبته هڅه ده او باید د دوستۍ ستاینه یې وشي.

افغانستان اوس له هرې خوا د مرستې جلب او جذب ته اړتیا لري؛ خو که د پاکستان په شان غلو، د ایران په شان د فرهنګ ځپونکو او د نورو وسله والو د روزونکو مخه ونیول شي، افغانستان به د تل پاتې غنا په لوري کمساري ګامونه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *