ياره که دا چت راونړېږي، څه لګه درګه به سي.
لوړ مو وکتل، د بېنوا فرهنګي ټولنې چت نم وهلى و او وروستيو بارانونو نور هم سره شوړولى و. د شمعې په رڼا کې هرڅه واضح نه ښکارېدل. تياره وه. د طالبانو نظام په هغو کلونو کې تازه ړنګ سوى و، خو برقونه سم سوي نه وو. لکه اوس.
هغه شپه زموږ د درې واړو خبرې تر زياته وخته پر همدې موضوع راڅرخېدې، اخر مسخرو ته کش سوو.
باران تازه درېدلى و. يخني وه. دباندې د کوڅه ډبو سپيو غپا اورېدل کېده. توس (کمبله) مې پر ځان ښه راکش کړه او په موبايل کې مې ګېم ته ادامه ورکړه، خو په بنډار کې مې هم برخه اخيستله. ټولو د لوږې احساس کاوه.
پتيال وپوښتل: څووم لېول ته دې رسولى؟
جبار [جبار فراز] د چايو کوچنۍ پياله په راسته لاس کې نيولې وه، چپ څنګل يې پر ترموز تکيه کړى و، تسبې يې اړولې.
له پلمېټ يې خرپ جګ کړ او پتيال ته يې مخ واړاوه:
_ دستي عاجل خبر تېر سي، چې د بېنوا فرهنګي ټولنې چت د ډېرو بارانونو دلاسه نړېدلى او درې فرهنګيان په کښې وژل سوي.
له دې سره يې تريچى وکړ. لږ چاى يې پر کاليو توى شوې.
موږ ټولو وخندل.
تر يوه شېبه خاموشۍ وروسته بل ملګرى حکيم برى ساه نيولى دفتر ته راغى. نژدې و، د ده له راتګ سره سم شمع مړه سي. ويې ويل: ياره رستورانتونه بند وه، يوازې مې لږ چپس پيدا کړل او وچه ډوډۍ. بس ګوزاره وکړئ… شپه ده تېره يې کړئ.
په دې دفتر کې چې په اصل کې د سړک پر غاړه يو دکان و، موږ دغسې شپې ډېرې کړې دي. دلته کتابونه کمپوزېدل، مجلې ډيزاينېدې، فرهنګي غونډې کېدې او دلته ځوانان روزل کېدل.
په کندهار کې به د يارانو ترمنځ په بنډارونو کې پخواني وخت ولاړو، د خواريو د شپو کيسې مو کولې. د بېوزلۍ او بېوسۍ کيسې. د ټولګيوالو يادونه به مو تازه کړل. د تياره راتلونکي په اړه مو نظرونه شريکول.
د عبدالقديم پتيال د لوحه ليکنې دکان (غني لوحه ليکنه) مې اوس هم  يادېږي. په خاد کوڅه کې و. د غوړ رنګ (روغني رنګ) بوى مې چې اوس تر سږمو (سپېږمو) سي هغه وخت ته مې ستنوي.
د دکان دېوالونه په بېلابېلو رنګونو لړلي وو، هرې خوا ته يوه نيم-کاره لوحه ولاړه وه. ده به سر په دسمال پېچلى و، لوحې ته به ناست و. کله به يونيم ځاى ورڅخه غلط سوى و، دى به يې په پاکولو بوخت و.
د اول ځل لپاره مې د طالبانو د واکمنۍ د اوج په زمانه کې په ادبي غونډو کې ليدلى و. له هغې راوروسته مو کلونه- کلونه په بنډارونو، مشاعرو، سيمينارونو او غونډو کې سره کتل. له مشاعرو وروسته به که زمينه برابره شوه د کوم ملګري په کور کې راغونډېدو.
له کله چې د والي د مرستيال په توګه وټاکل شو، بيا مو سره نه دي کتلي. رابطه مو هم نه وه. زه له وطنه مسافر شوم، د ده مسووليتونه او کارونه زيات شول.
ګيله منو ملګرو ورڅخه په دې وخت کې د خورا زيات کار او زيار تمه درلوده.
زما لپاره پتيال تر پايه هماغه پخوانى ليکوال، شاعر او فرهنګي ملګرى او دوست و. هغه پتيال چې په اوله ورځ مې ليدلى و.
کلونه مخکې د کندهار پخوانى مرستيال والي انجنير عبداللطيف اشنا هم ووژل شو، وير او ماتم هغه وخت هم وشو، د قاتلانو د نيولو وعدې هم.
ارواښاد اشنا هم فرهنګي شخصيت و او پر وطن يې خوا بدېدله. مجيد خان بابى هم د وسلوالو په بريد کې ووژل شو. د دې دوو نورو هغو په څېر يې يتيمان پاته سول. نه د قاتل پل چا واخيست نه يې چا بيا بازخواست وکړ.
د ارواښاد پتيال مرګ داسې احساس راکړى، چې هغه نمجن چت نړېدلى وي، موږ ټول تر لاندې سوي يو.
نن مې د پتيال د پوهنتون د ټولګي عکس هم وليد، چې د ده په وينو لړلى و. قسم دى اوس مې هم باور نه کېږي.
لا يې د پوهنتون فراغت ته کم وخت پاتې و، چې د شهادت مقام ته ورسېد.
خداى دې وبخښه

صالح محمد صالح

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *