تاند- د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفانو، چې اکثره یې پاکستاني ترهګر دي، په سخته نښته کې لږترلږه ۴۰ تروریستان وژلي دي.

نښته وروسته له دې پیل شوه، چې له پاکستانه راغلیو ترهګرو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ پراخ یرغل پیل کړ.

افغان چارواکي د حمله کوونکو ترهګرو شمېر شاوخوا ۴۰۰ تنه ښيي او وايي چې اکثره پنجابیان دي.

حمله کوونکي په درنو او سپکو وسلو سمبال دي.

د راپورونو له مخې په دې جګړه کې لږترلږه ۶ افغان پولیس سرتېري هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل چې لا هم په حصارک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترهګرو ترمنځ جګړه روانه ده خو تراوسه نه شي ویلي چې دقیقاً به څومره کسان وژل شوي یا ټپیان شوي وي.

د ننګرهار نور چارواکي وايي چې په جګړه کې ۵۰ ترهګر او ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې طالبان او د هغو بهرني ملاتړ کوونکي په وروستیو ورځو کې، چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو وخت په رانژدې کېدو دی، د سیمو د لاندې کولو لپاره نهايي هڅې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *