هارون چحانسوري - د ولسمشر وبندوی

تاند- د ولسمشر غني ویندوی وايي چې حکومت د جنرال دوستم د ۹ ساتونکو د نیولو لپاره عملي ګامونه اخلي.

دا نهه تنه تورن شوي چې د جوزجان پر پخواني والي احمد ایشچي یې د جنسي تېري هڅه کړې او هغه یې وهلی دی.

هارون چخانسوري د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د افغانستان لوی څارنوال او قضايي ادارې په دې برخه کې خپل کار ته په شفافیت دوام ورکوي.

ده همداراز وویل چې د عبدالرشید دوستم د نهو ساتونکو د نیولو حکم صادر شوی او د کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې د حکم د تطبیق لپاره عملي اقدام وکړي.

چخانسوري د خبرو په دوام کې وویل، که د جنرال دوستم ۹ ساتونکي ونه نیول شول، لوی څارنوال د نورو ګامونو لپاره زیات واک لري.

چخانسوري په دې برخه کې د نورو جزییاتو له څرګندولو پرته وویل، کله چې نور ګامونه واخیستل شول، معلومات به له رسنیو سره شریک کړي.

د جنرال دوستم د ۹ ساتونکو د نیولو حکم د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وروسته له دې صادر شو چې هغوی د ځواب ویلو لپاره څارنوالۍ ته حاضر نه شول.

په همدې حال کې د لومړي مرستیال ولسمشر دفتر ویلي، د حکومت له لوري له تحقیقاتو سره به همکاري وکړي خو د احمد ایشچي تورونه بې اساسه دي او د جنرال دوستم د بد نامه کولو لپاره لګول شوي دي.

2 thoughts on “چخانسوري: د جنرال د دوستم د ساتونکو د نیولو لپاره عملي ګامونه اخیستل کېږي”
  1. دې ته هم دولسمشر ویاند وایي چې په څرګندډول دخپل حکومت بیوسې پخپله مبارکه خوله اظهاروي. کله چې خبره دې ته رارسیدلې وي چې حکومت نشي کولی کوم مظنون سړی یا یوه ډله اوهغه هم دولسمشر دلومړي مرستیال ساتونکي پوښتنوته حاضرکړای شي غوره داده چې په سرکې ولسمشراوبیا ټول حکومت استعفي وکړي. دانوحکومت نه بلکه یو ټولنیزغیردولتي بنسټ دۍ.

  2. که يو څوک پر آس سپور وي او دا آس يو څوک ووهي او ضرر ور ورسوي او يا مړ سي.
    محکمه آس محکمه کوي يا هغه چه پر آس سپور او دآس جلو ئې پلاس کي دئ؟
    واضع خبره ده چه پر آس سپور او دده جلو ئې پلاس کي دئ.
    اوس هم دلته ددوستم چه پر آس سپور،ددوستم باډي ګارډان چه آس دئ او متضرر ايشچي دئ.
    محکمه څوک بايد محکمې ته راکش کړي؟واضع خبره ده دوستم.
    محکمه هم دقانون او خلګو په سترګو کي خاوري آچوي.
    وائې په زورور مي زور نه رسيږي کمزورئ مي دمور ميړه دئ.
    دقانون نقض کونکي غټان دي چه پر دوئ هيځ عملي جنبه نه پر عملي کيږي همدا وجهه ده چه هيواد دهرج ومرج سره مخامخ دئ .ددې بې نظمئ خلګ په هيوادکي همدا آجرايئه مکننه او قضائې قوې دي عادي خلګ ئې دمور مړونه دي او قانون پر دوئ که ملامت وي که نا ملامت عملي کوي دادئ عدالت په هيواد کي چه ورځ په ورځ دتباهي وخواته ځو او په خپله دخپلو پښو خاوري کاږو او خپله غلطي چه دهيواد په ثباط کي ۸۵%رول لري دبل پر بام ټوله ورغورځوو.
    4

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *