ولی محمد خان

 د سیند په غــاړه پلي روان وو، مخې ته مو کانټین راغی یو اندازه مشروبات مو راوخیستل، یــو مناسب ځای مو د ناستي لپاره انتخاب کړ، ښــاغلي جیــب ته لاس کړ او چرس یې راوخیستل، اول یې پوزې ته نیږدې کړل، او بیا یې د چرسو په پخولو شروع وکــړه، سیګرېټ یې ډک کــــړ، څــو دمونه یې ترې واخیســتل او راغبرګه یې کـــړه، ویــل یې چې دا پــارلمان به ښه وي او که ولایتي شــــورا؟؟؟؟؟

ما ځان غلی ونـیــو فــکر مې وکړ چې ســړی په نـشــه کې دی، بیا یې تکرار کړه، بیا مې هم بې ځـــوابه پریــښـود.

 ویــل یې تــاتــا ته وایـــم ولې ځــواب نه راکوې؟؟

ورتــه مې ویل مقصد دې څه دی؟؟؟؟

سیګرېټی یې کــش کړ او د زوړ ماډل موټر په شان یې له خولې دودونه راوتل، ویې ویــل زه کــوم یـو ته ځان نوماند کړم؟ پــارلــمــان ته او که ولایتي شــوره ته؟

 ما ویل ته نشه کې یې بیا خبرې کوو.

 سترګې یې سرې شوې؛ ویل یې د څه شي نـشــه؟ تاتا ته چرس هم نـشه ښکــاري؟؟

ما ویل نه نه چرس خو نــشه نه ده خـــو…………… دا اوتې بوتې مې ستا خوښې نـه ـشــوې.

ویــل یې دا پریږده اوس څه وکــړم؟

ما ویل ستا کوم يــو خوښ دی؟

ویــل یې پـــارلــمــان.

 ما ویل کېنه مړه خپل پوهنتون دې ووایه. ویـل مړه ځــان له پوهنتونه خلاصوم، خبره مې کړې ده، بس په همغه ورځ مې پــریــښــود بیا مې نه دی لیدلی.

خو پر فیسبوک یې پــوسټــونه ګورم چې لیکلي یې وي، ځـــوان تعلیم یافته…………. د ولس خادم……… کله ناکله یې ورسره شعر نیم هم لیکلی وي…………. ای د افغانستان غیرتي ولســـه ویښ اوسه خپله قیمتي رایه مو مستحق ته ورکړئ، هسې نه چې سبا د قیامت په ورځ مو په همدې خپله رایه کې الله ج راونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *