تاند- داسې بوټي ډېر شته چې ماشې، مچان، جولا او نورې وړې حشرې خوري خو په کاناډا کې څېړونکو یو بوټی کشف کړی چې مُهره لرونکي ژوي خوري.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکو د لومړي ځل لپاره د داسې بوټي لومړنۍ نمونه موندلې چې چارمښکۍ او کربوړي خوري.
دا بوټی، چې منګوټي ته ورته دی، خپله لمن د ښکار لپاره پرانیزي او هرکله چې کربوړی یا چرمښکۍ وردننه شوه، ځان راغونجوي.
دا کشف د کاناډا د اونتاریو په (Algonquin Park) پارک کې شوی.
څېړونکی وايي چې دا بوټی په ولاړو ډنډونو کې پیدا کېږي.
د کاناډا د (Guelph) پوهنتون د ژوپوهنې استاد الیکس سمیت وايي، له دې کشفه ورته څرګنده شوه چې ممکن دا ډول بوټي د خلکو د کورونو په شاوخوا کې هم شنه شي.
دی وايي چې له ډېرو کلونو راهیسې پوهانو په (Algonquin Park) پارک کې څېړنې کړي خو تراوسه یې نه و لیدلي چې دا بوټی دې چرمښکۍ وخوري.