چلم

څلور سوه څو کاله پخوا د اكبرپاچا په دربار كې يو جالب بحث وشو چې مورخانو خوندي كړى او تر موږ پورې يې را رسولى دى. بحث د تمباكو په باره كې و. دا اول ځل و چې د هندوستان درباريانو تمباكو ليدل. دربار ته تمباكو اسد بېګ نومي سردار د هندوستان له جنوبه راوړي وو او د هند جنوب ته پرتګاليانو له اروپا رارسولي وو او اروپا ته تمباكو تر دې سل كاله پخوا له امريكا څخه د كولمبس ملګرو را لېږدولي وو.

اسد بېګ له تمباكو سره يو چلم هم راوړى و. د دربار يوه طبيب اكبرپاچا ته وويل : دا يو ناتجربه شوې دوا ده چې زموږطبيبانو د هغې په باره كې هيڅ نه دي ليكلي نو موږ وايو چې دا به ښه نه وي چې تاسې معظم يې تجربه كړئ.

اكبرپاچا اسد بېګ ته مخ واړاوه . اسد بېګ وويل : اروپايان احمقان نه دي چې تنباكو به نه پېژني او څكوي به يې . په دوى كې عاقل كسان شته چې نه تېروځي.

طبيب يې په ځواب كې وويل: موږ د داسې عادت په منلو كې چې زموږ عاقلانو تجربه كړى او منلى نه وي ، د اروپايانو پيروي نه كوو.

اسد بېګ وويل : دا نو عجبه خبره ده. له ادمه تر دې دمه هر دود يو وخت نه يو وخت نوى و. عادتونه او دودونه ورو ورو پيدا شوي دي.

اكبر پاچا له دې مباحثې خوند واخيست او تبصره يې وكړه چې : واقعا موږ بايد يو شى چې د نورو ملتونو هوښيارانو منلى دى، يوازې په دې دليل چې زموږ په كتابونو كې نشته، رد نه كړو، كنه نو څنګه به پرمختګ كوو؟

د چلم څكول ورو ورو په هندي او افغاني ټولنه كې عام شول او ادبياتو ته يې لاره وكړه. په پښتو ژبه كې( د چلم ياران) يو داسې تركيب دى چې د ياري و دوستي و مستي و خوشحالي ژوند مو سترګو ته درولى شي. چلم نه يوازې په هند براعظمګي او افغانستان كې بلكې د منځني ختيځ په اكثرو ملكونو كې د ژوند او كلتور په يوه برخه بدل شوى دى . خو چلم تر سګريټو هم مضر او د روغتيا لپاره خطرناك دى. چلم چې چرس هم پکې څکول کېږي، د اعتیاد ذریعه ده. ظاهرا دغه متل چرسیانو ویلی دی چې: یا د مور تی دی، یا د چلم نی دی. په لنډیو کې اورو:

په چلم دوې سکروټې خوند کا

لکه دوې بنې په سیالۍ خوله درکوینه

دغه لنډۍ او د ولسي ادب نور ګڼ مثالونه د چلم او تمباکو مثبت انځور وړاندې کوي. چلم د ځینو کسانو دومره خوښ شوی چې د هغو د معشوقو رخه یې پارولې ده. مشهوره لنډۍ ده:

چلمه مات ټوټې ټوټې شې

میین په ما دی غم په تا غلطوینه

په دې بله لنډۍ کې هم شاید له چلم سره د روغتیایي تاوان په خاطر نه بلکې په مینه کې د حسادت په وجه مخالفت شوی وي:

په سا لنډي دې چلم پرېښود

زما د سپینې خولې دې نه منل سوالونه

دا د هغه ژوند یو انځور دی چې د تمباکو تباه کوونکي اثرات پوره نه وو پیژندل شوي. اوسنی ادب د چلم او تمباکو ستاینې ته مایل نه دی، ځکه یو خو یې د صحي تاوان په باره کې ډېر څه ویل شوي او بله دا چې په ژوند کې د خوند نورې ګڼې جلوې پیدا شوې دي. ژوند له خوند سره غوړېږي. هغه ټولنه چې په غیرمضرو خوندونو هم بندیز لګوي، غړي یې شاید له ژوند سره دښمني ته مخه کړي. هڅه نه کول، مایوس اوسېدل، ژوند او ټولنې ته بدبیني او بالاخره تخریب او تباهي ته لاس اچول په هغو ټولنو کې زیات وي چې خوند ته په ښه سترګه نه ګوري.

One thought on “چلم او تمباکو/ اسدالله غضنفر”
  1. Yara Ustaza da lannddiyo dder xwand wakirr!.
    Da pa de na che zi kum sigretty ya chelamy ya bil neshayi yim , kho staso likana aw warr lanndiy aw da che sarrey khyal ta de paxwany charsyan ravely!!!.Hahaha.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *