تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: د بلوچستان په چمن ښار کې ریموټ کنټرول بم چاودنې د مولانا فضل الرحمان نږدې ملګری او د جمعیت علمای اسلام ایالتي مشر له دریو کسانو سره یو ځای وژل شوی او ۸ نور ټپيان دي.

پولیس وايي، چاودېدونکي توکي په یو موترسایکل کې ایښودل شوي او بیا د مولانا فضل الرحمن د نږدې ملګري مولانا محمد حنیف د دفتر مخې ته درول شوی و.

د ځايي پولیسو د سرچینو په خبره کله چې مولانا حنیف په چمن تاج روډ سیمه کې له خپل دفتر څخه د راوتو په حال کې و، چې چاودنه پرې شوې او نږدې ولاړ موټر کې د اورلګېدو له کبله شاوخوا درې کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند بیا ویلي، مولانا محمد حنیف روغتون ته په لاره د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا دوکانونو او نورو دفترونو ته یې هم زیان اوښتی دی.

بلخوا د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمن د خپل ایالتي استازي او نږدې ملګري محمد حنیف په مشرۍ ژوره خواشیني ښودلې ده.

مولانا فضل الرحمن او ګوند یې هغه خلک دي چې په افغانستان کې یې تل د طالبانو جګړه افضل او د خپلواکۍ جهاد بللی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

3 thoughts on “په چمن کې د مولانا فضل الرحمن د ګوند پر دفتر چاودنه شوې”
  1. د آزادی رادیو د معلوماتو له مخی جمعیت ډلی غوښتل چی راتلونکی میاشت کی په اسلام آباد کی لاریون وکړی چی لدی ښکاری دا کار د پنجاب پوځ او څارګری اداری کړی.

  2. عبدالرحمن بابا وایي (رحمه الله ) :
    کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې
    چرې ستا به د کوهي په لاره لار شي
    چې څنګه یې بل ته بمونه ایښودل ، د بل انسان د وژلو جواز یې ورکړی و ، نن په همغه رنګ او په همغه جواز دوی هم وژل کیږي .
    آیا دا وخت د عبرت او د انسانیت پیژندنې ندی ، چې دوی په ډیر بې شرمۍ سره خپل افغان وروڼو وژنه جهاد او شهادت ګڼي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *