يوه ورځ سهار مغول چنګيزخان له خپلو درباريانو سره په ښکار پسې ولاړ. ملګرو یې له ځان سره غشي او ليندۍ اخيستې وې.

چنګیزخان خپل نازولی باز پرخپل لېچ کښېنولی و.

باز په هره معنا ستر او دقیق و. ځکه داسي باز و چي کولا یې شو چي آسمان ته لوړ پرواز وکړي او له پاسه داسي څه وويني چي انسان د هغو ليدلو ته عاجز وي.

خو سره له دې سترو ملګرو چنګیزخان ښکار ونکړ چنګیزخان بيرته  خپل لښکر ته مایوسه راغی. په دې خاطر چي دا ناکامي د ده او د ده د ملګرو روحيه ورکمزورې نه کړي له خپلې ښکاري ډلې څخه جلا شو او اراده یې وکړه چي يوازې مزل وکړي. چنګیز خان تر ډيرو په ځنګل کې يوازې پاتي شو آن تر دې چي نژدې و چي له ستړيا او تندې له پښو وغورځي.

د دوبي سرې ګرمۍ هرې خواته اوبه وچي کړې وې، هیچرې اوبه نه ترسترګو کيدلي. چنګیزخان چي ډير زیات تږی شوی و د اوبو یوه نرۍ ليکه وليده چي د یوې پرښې څنګ ته رواني وې. خان خپل باز، چي پرليچ یې ناست و، پر زمکه کښيښود او خپل نقريي جام چي همېشه به ورسره و، راواخيست او اوبو ته یې ونيو خو د جام ډکيدو ډير وخت ونيوه کوم وخت چي جام ډک شو چنګیزخان غوښتل چي جام خپلو شونډو ته ورپورته کړي په همدې وخت کې باز خپل وزر وترپول اوجام د چنګیزخان له لاس څخه ولوېد. چنګیزخان ته غصه ورغله خو باز پر ده باندې ډير زيات ګران و  شايد باز به هم تږی وو. خان جام بيرته ورواخیست خاورې یې ترې وڅنډلې او بيرته یې اوبو ته ونيوه خو کوم وخت چي جام تر نيمايي ډک شو باز بيا وزر وترپول او له جام څخه اوبه توۍ شوې. پرچنګیز خان باندې خپل باز ډير زیات ګران و خو ده نه غوښتل چي په هیڅ صورت دې څوک د ده بې احترامي وکړي ولې که يوچا دا صحنه له ليري ليدلې وای نوبيا به یې د خان سربازانو ته ويل چي يو ستر فاتح د دې وس نه لري چي يو حيوان تر خپل واک لاندې راولي. دا ځل چنګزخان توره له پوښه راويستله او د جام په ډکولو یې شروع وکړه .

يوه سترګه یې په اوبو کې وه او بله یې په باز کې. جام بيا له اوبو ډک شو خان وغوښتل چي اوبه وڅښي بيا باز په يوه حمله وزر وترپول په همدې وخت کې چنګیزخان په يوه کاري وار د باز سينه ورڅيرې کړه  خو دا وخت اوبه هم وچې سوې. چنګیزخان دا تصميم نيولی و چي که هرڅه کيږي اوبه به خامخا څښي.

چنګیزخان پر پرښه ورپورته شو څو د اوبو اصلي ځای پیدا کړي خو په حيرانوونکي ډول یې پام شو چي لوړ د اوبو يو کوچنی کډی دی د دې کډي په مینځ کې د دې سیمې يو لوی مار مړ دی که چنګیزخان اوبه څښلې وای هیڅکله به روغ نه وای پاتي شوی چنګیزخان خپل مړ باز په غېږ کې راواخيست او خپل لښکر ته راغی، امر یې وکړ چي د دې باز يوه قيمتي زر زرینه مجسمه دې جوړه کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *