عبدالرحمن شګیوال

کندوز ولایت ټولې شپږ ولسوالۍ لري چې په شمال کې ډیری وخت نا امنه ولایت ښودل کیږي او بیا په وروستیو کې د چهاردرې ولسوالۍ د سقوط خبر هم خپریږي او ترڅنګ یې د ولایت په کچه د دولت حاکمیت هم تر پوښتنې لاندې راځي.

چهار دره وړه او کلیواله ولسوالۍ ده چې د کندوز ښار جنوب غرب خواته پرته ده. دغه ولسوالۍ د کندوز د علي آباد او قلعه ذال ولسوالیو او بغلان، سمنګان ولایتونو سره شریکه پوله لري. ترڅنګ کندوز ولایت د بدخشان او تخار ولایت ترمنځ یواځينۍ لارې او مرکزي اسیا هیوادونو ته د نږدېوالي پر بنسټ د ستراتژیک موقعیت ګټونکی هم دی.

د چهاردرې ولسوالۍ د ولایت په کچه تر ټولو کم نفوس لري چې شمېر یې ۷۱۴۰۰ تنه ښودل شوی چې ډېری هستوګن یې پښتانه دي. د دې ولسوالۍ پوله د ولایت مرکز سره په سیند جلا کیږي.

حکومتي چارواکي، امنیتي ځواکونه، ځایي داړه ماران، محلي پولیس او مذهبي کړۍ د دې ولسوالۍ په نا امنۍ کې مهم رول لري.

نوموړې ولسوالۍ د ولایت څخه ‍۱۰ کیلو متره واټن لري او د امنیتي ځواکونو پوستې ورځ تر بلې په کمېدو دي، په کال ۲۰۱۱ ز کې د ۲۰۰ په شمېر د ملي اردوځواکونو پوستو شتون درلود، چې اوسني حکومت کې دغه شمېر خوارا راکم شوی.

په دې سیمه کې د نامنیو یو لامل طالبان، حزب اسلامي ډله، القاعده او د ازبکستان اسلامي غورځنګ بلل کیږي. ترڅنګ د قانون نه حاکمیت او د پرمختیايي پروژو نه عملي کیده او د چارواکو په پراخ فساد ککړیدل لوی لاملونه دي ترڅو د ولس او حکومت تر منځ د باور فضاء راتنګه او د سیمې هر راز حکومتي کړنې مثبته پایله ورنکړي.

د حکومت ددې تشې د ډکون په پلمه تروریستانو ځینې ښه ګټه پورته او په ولس کې یې د سحرايي محکمې پرانیستې سره د شخړو زر حلیدا ترڅنګ دا چې ددې مخالفینو تمویل له پاکستانه کیده؛ د نجونو ښونځي بندول، د ښه حکومتدارۍ نه درلودل، د ولس د زده کړې کمه کچه او د خلکو د عشر تر نامه لاندې افغانۍ غونډول ددې مهم لاملونه شول تر څو خپل نفوذ چهاردرې ولسوالۍ کې لا ډېر غښتلی کړي.

په کال ۲۰۰۸ ز کې طالبان پېدا شول؛ د ایساف او حکومت ګډې همکارۍ په ترڅ کې اربکیان رامنځ ته شول، ولې اوس ډېری شواهد شته چې دغه ځواک خپله یا د طالبانو سره یا هم د غلا، ځمکو غصب او رشوت لپاره د قانون حاکمیت تر خپلو لاندې کوي او بېرته د ولس آزار ددې لامل شوی چې ساحه د حکومت تر ولکې ووځي.

د نا امنۍ بله سپیړه پر حکومت د ځايي مشرانو لخوا ورکړل شوې چې د قانوني مرجعو په پرتله سحرايي محکمې غوره بولي او ځينې یې آن تر دې چې د مخالفینو سره په مرسته هم تورن دي.

د دې ولسوالۍ اصلي مشکل غربت، بې روزګاري، بې سوادي، د ښه حکومتدارۍ نشتون، نا امني او د نا مسؤله کړیو په سلاح سمبالښت ښودل کیږي.

دا چې د دې ولسوالۍ وګړي ټول په زراعت بوخت دي او د کندوز سیند تر غاړې پرته ده نو ډېری وخت د اوبو او ځمکو په سر شخړې رامنځ ته کیږي او د حکومتي چارواکو او ځايي زورواکو اړخ اخیستنه ددې لامل شوه تر څو د حکومت او ولس واټن کم، او ولس د دولت مخالفینو ته مراجعه وکړي او د حکومت تر ولکې ووځي.

د کندوز ډېری ولس ددې ټکي پخلی کوي چې په ولس کې د زده کړې کمښت او بې روزګاري هم ددې لوی لامل شوی چې تنکي ځوانان دې د مخالفینو تر اثر لاندې راشي او د هغوی ملتیا دې په دې نامشروعه جګړه کې اوږه په اوږه وکړي.

یاده ولسوالۍ د تروریستانو تر ولکې خلاصولو لپاره حکومتي چارو ته اړینه ده د اقتصادي پرمختګ، ښه حکومتداري، امنیت، عدالت، د پوهنې د ادارې پرمختګ او د ځايي خلکو حقونو پوهاوی کولای شي د دایمي سولې راوستلو کې رغنده رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *