ژباړن: اجمل ښکلى

خلک حيران وو چې په دې عمر کې شمشاد علي څرنګه پر خداى دومره مين دى. هغه ښکلى زلمى و، سترګې وراوښتې او چې له هرې کوڅې به تېرېده، نظرونه به ورکاږه وو. ږيره يې نوې نوې راغلې وه او په برېتو کې يې يو نيم زرين تار ځلېده. د کسو رنګ يې بادامي و، خو شنه ښکارېدل. بل چېرته نه ته، همدا له کوره جومات او له جوماته کور ته ته راته. په جومات کې به تر ناوخته ناست و. مشرانو وروڼو ورته د مجذوبيت له ويرې واده هم کړى و او د يوه زوى پلار هم و، خو له زوى سره يې همدومره مينه وه چې تر وظايفو وروسته به يې د ښځې په غېږ يا زانګو کې پرې يو اوږد ”چوف” وکړ او بيا به يې د جومات لار ونيوه. وروڼو او خويندو څو ځل کېناوه چې تلاوت او وظيفې پر خپل ځاى خو ژوند نور هم څه غواړي او ستا خو ښځه او زوى هم دي، د هغوى هم درباندې حق دى، خو د شمشاد علي پر شونډو به نرۍ موسکا خپره شوه او چې هغوى به پاڅېدل، دى به هم پاڅېد او سيده به جومات ته ورسېد. په يخه يخنۍ کې به يې پر يخو اوبو اودس کاوه او د ښځې د تودو اوبو راوړې لوټه به يې يوې خوا ته کېښوده، چې ثواب وګټي.. پښې او لاسونه به يې پاک وچاودل خو پر شونډو به يې همېشه نرۍ موسکا خپره وه.

شمشاد علي د پيرانو د کورنۍ و، چې خانقاه يې له دې ځاىه لرې په شېخانو کلي کې وه او د پلار تر وفات وروسته يې پکې ورور امجد علي پير و. پير امجد علي به چې خپل کلي ته راغى او ورور به يې په الهي مينه کې ډوب وليد، نو اندېښنه به ورپرېوته. اخر يې له وروڼو سره سلا مشوره وکړه چې شمشاد علي هسې هم له وظايفو نه اوړي، نو له ځان سره به يې پلرنۍ خانقاه ته بوځي، چې کېدى شي د مريدانو له تګ وراتګ سره يې پام بدل شي او زما په کار شي. شمشاد علي ته چې معلومه شوه چې ورور يې خانقاه ته بيايي، نو ويل يې چې ”سمه ده، بو مې دې ځي. هلته هم همدا خداى او همدا قراۤن دي. ماته دواړه ځايه يو شى دي”.

په خانقاه کې د مزار يوې خواته پر ګدۍ کېناست او پر وظايفو يې شروع وکړه. مريدان چې پوه شول چې وړوکى پير صاحب راغلى، نو پرې ورمات شول. لاسونه يې ورته دومره مچي کړل چې وچ ځاى پکې پاتې نه شو، زنګونه يې ورته دومره مچي کړل چې سپينې جامې يې ځاى ځاى رټې شوې، خو شمشاد علي وظايف پرېنښول او د مريدانو پر دومره مينه او عقيدت يې ځان ناګاره کړ، يو دوه ځل يې ورته وويل چې پير لالا خو هغه دى هلته ناست دى، خو چې مريدان کرار نه شول، نو دى بېرته په خپل کار لګيا شو. يو وخت يې پام شو چې د ګدۍ کله يوه کله بله څنډه پورته شي، بېرته کېښودل شي. ده ويل چې دا به هم ګنې د دوى د عقيدت يو ډول وي، خو چې ماسختن يې ورپسې ورور راغى او خادم مبارک علي د ګدۍ له څنډو پيسې راټولې کړې، نو شمشاد علي يوه خلاصه خندا وکړه: ”زه اوس پوه شوم چې دې خلکو زما د لاسونو او زنګنونو غوندې زما ګدۍ ولې چپ کوله، دوى خو ماته نذرانې راکولې”.

ورور يې رډ شو: ”دا نذرانې يې تاته نه دي درکړې، دا د خانقاه شريفې مال دى. داسې وګڼه چې ستا له لاسه خانقاه ته ورکړل شوې. تاته به يې خداى ډېر اجرونه درکړي”.

-که ماته يې راکړې هم واى، ما به پرې څه کړي واى. زما ټول ضرورتونه خو زما خداى پوره کوي. زه سبا مريدانو ته وايم چې زما ګدۍ مه مچي کوئ او نذرانه که ورکوئ، نو لالا ته يې ورکړئ.

-نه، دا کار ونه کړې ګوره. ماته چې کومې نذرانې راځي، هغه بېلې دي. په خپله دې خبره د خانقاه شريفې په اۤمدن کې د کمي مرتکب کېږه مه.

ـسمه ده، خو د خانقاه شريفې اۤمدن خو همدا تا سره وي که نه؟

ورور ورته زيږ شو:

-زه چې درته څه وايم، هغه کوه. پيسو پسې سر مه ګرځوه، ايمان به دې کمزورى شي.

-ښه سمه ده. شمشاد علي دا خبره داسې وکړه لکه ويرېدلى چې وي.

خانقاه ته راغليو مريدانو په کلي کې مشهوره کړه چې خانقاه ته د مشر پير صاحب کشر ورور راغلى. له مخه يې داسې شعلې خېژي، لکه پرښته چې راښکته شوې وي. له دې سره د خانقاه مخې ته د خلکو ليکې جوړې شي. هر سړى به راننه وته، ژر ژر به يې پير امجد علي ته نذرانه ورکړه او بيا به شمشاد علي ته ورغى، ځىر ځير به يې ورته کتل. بيا نو د ګدۍ په څنډو څه چې ځينو ستي او محتاطو مريدانو خو به د شمشاد علي د کورتۍ پر جبونو هم پيسې ورمنډلې. چې ماښام به شو، مبارک علي به د امجد علي له مخامخ ګدۍ او د شمشاد علي له جبونو پيسې راوايستې او بلې کوټې ته به لاړل. پيسې به يې شمېرلې او خندل به يې چې د شمشاد علي له برکته د خانقاه شريفي اۤمدن دوه چنده شوى دى.

تر غنمو لو جوخت ورورسته به چې په خانقاه کې کلنى عرس و، نو د سيمې له هر ګوټه به خلکو خانقاه ته له نذرانو ډکې غوټې راروانې کړې وې او پير امجد علي او پير شمشاد علي به يې په پيسو کې پـټ کړل. په يوه عرس کې د مريدانو د ګڼې ګوڼې له امله د شمشاد علي جب وشلېد، نو يوه مريد يو لوټ شمشاد علي ته په لاس کې ورکېښود، خو هغه لکه لړم چې چيچلى وي، لوټ يې ژر وغورځاوه او مريد ته يې داسې بد بد وکتل، چې مريد غريب له ويرې په رپېدو شو. بيا پاڅېد، د مريد پر سر يې لاس راښکه، غېږ کې يې ونيو او ورته يې وويل:

ـبښنه راته وکړه. ما ويل، ګنې دا پيسې ته ماته راکوې او زه خو پيسو ته ضرورت نه لرم، ځکه زما ضرورتونه خو ټول زما خداى پوره کوي. دا د خانقاه شريفې پىسې دي، ماته يې مه راکوه، هيچا ته يې مه ورکوه. له دې سره پيسې هم د اخيستونکي د لاس غوندې پليتې شي.

دې پېښې د شمشاد علي پر بزرګۍ د تصديق مهر ولګاوه او دومره ګڼه ګوڼه پرې جوړه شوه چې کله ناکله خو به پير امجد علي وويرېد، چې هسې نه چې راباندې چپه نه شي، خو چې د پيسو غوټې به يې وليدې، غلى به شو.

يوه شپه چې پير مبارک علي نذرانې وړې وې، د ګدۍ له يوې څنډې يوه لسګون سر راايستى و. شمشاد علي له اوږې لنګى راښکته او له لاسه يې تاو کړ. په همدې لاس يې لوټ له يوې څنډې ونيو او د ورور پر کوټه ورننه ووت. ور يې چې پرانيست، د پير امجد علي مخې ته د سلګونو، پنځوسو، لسګونو، پنځګونو، دوه ګونو او يوګنو بېل بېل ډېري لګېدلي وو او مبارک علي شمېرل. د شمشاد علي دا مداخله پر پير امجد علي ښه ونه لګېد. ورته ويې ويل:

-ستا کوټه خو هغه ده، دلته څرنګه راغلى امجد علي!

مبارک علي چې څرنګه ناست و، همغسې ناست پاتې شو.

شمشاد علي وويل:

-مبارک علي نه دا لوټ پاتې شوى و. ما ويل چې ور يې کړم.

د پير امجد علي قهر يو څه سوړ شو:

-دلته يې کېږده.

شمشاد علي لوټ مبارک على ته ورکړ او پخپله د لوټونو له ډېريو سره کېناست، په ځير ځير يې ورته کتل. بيا يې کړه:

-دا ټولې پيسې خو د خانقاه شريفې دي که نه لالا؟

-هو

پر پير امجد علي بيا د قهر څپه خپره شوه.

شمشاد علي د ماشوم غوندې پوښتنه وکړه:

-دا پيسې تاسې په څه شي کې لګوئ لالا؟

بيا نو پير امجد علي ته خداى ورکړه:

-دا شپه ورځ چې دلته لنګر روان وي، دا درانه مېلمانه چې پالل کېږي او دا غريبانو او کونډو رنډو ته چې موږ وظيفې ورکوو او دا پر کلني عرس باندې چې يو لک شاوخوا پيسې لګېږي، دا ټولې له همدې….

-حساب نه راځي، خو د اندازې له مخې وايم لالا، چې په عرس کې خو به دوه دوه نيم لکه روپۍ راټولېږي.

شمشاد علي چې پاڅېده، دا خبره يې وکړه.

پير امجد علي ورته سترګې رډې کړې:

-ما درته ويلي نه دي چې له پيسو سره مينه مه ساته چې ايمان دې کمزورى کوي.

شمشاد علي لکه ماشوم چې په کوم وران کار لاس په لاس ونيسې، په منډه له هغه ځايه پاڅېد.

د ژمي په يوه سړه ورځ پير امجد علي، د شمشاد علي د خالي ګدۍ شاوخوا ته د مريدانو ګڼه ګوڼه وليده، چې له يو بل سره پسېدل. يوه مريد ويل: ”د واړه حضرت صاحب طبيعت ښه نه دى”. بل ويل: ”کوټې ته ته چې ننه ووت، ړچېده او کړوپ روان و”.

پير امجد علي چې ورغى، شمشاد علي له درده رغړېده او ټوخل يې. پير امجد علي ويل چې شمشاد علي نمونيه دى او له دې نمونيه خداى خبر که ژوندى ووځي، نو له يوه حکيمه يې يو څه دوا واخيسته او ورور يې کلي ته په مخه کړ چې په اخر وخت کې يې ښځه او بچي وويني چې بيا پر ده تور ونه لګوي چې خپل ورور يې له رخې وژلى.

شمشاد علي چې په کاله کې پر کټ څنګه وغزېد او په ښۍ ډډه واوښت، بېرته ستوني ستاک شو. ويل يې:

-چوخېږم.

پير امجد علي: په نمونيه کې سړى چوخېږي، خداى به خير کړي.

سهار چې بيا پوښتنې ته ورغى، نو شمشاد علي ورته ويل چې په ښي اړخ به چې څنګه واوښت، په خېټه کې به يې داسې درد راپورته شو، لکه څوک چې پکې چاړه وهي. حکيم راغى او ښۍ ډډه يې ورته ښه وکته، خو د ټپ مپ پکې هيڅ نښه نه وه. بيا يې شمشاد علي ته وويل چې په ښي اړخ شي. هغه واوښت او واى يې نارې کړې:

-چوخېږم.

حکيم، پير امجد علي ته داسې وکتل لکه په مرض چې پوه شوى وي. بيا يې پير صاحب ګوښه کړ:

-زه دا د مرګ چوخېده ګڼم.

-خو حکيم صاحب په کيڼ اړخ کې ولې نه چوخېږي؟

حکيم ناڅاپي صوفي شو:

-مړى په قبر کې په ښي اړخ څملول کېږي چې قبلې ته يې مخ وي. ورکوټى پير صاحب په ښي اړخ کې ځکه چوخېږي چې تراوسه يې ذهن وفات ته تيار نه دى، بل عامل نشته.

په سبا يې د کورنۍ مشرانو پرېکړه وکړه چې د شمشاد علي وروستى وخت دى او روح يې الوځي، نو څه کسان دې پرې ياسين چف کوي او څه دې يې په ښي اړخ کړي چې مخ يې قبلې ته شي. شمشاد علي چې څرنګه په ښي اړخ شو، چغه يې کړه:

-واى، چوخېږم.

د کلي ملا يې په ښۍ ډډه لاس وواهه، ژر يې پړمخه واړاوه، چې ګوري، جب يې له لوټونو ډک دى چې له ډېرو مچوړي کېدو نه د قرت کاڼو غوندې کلک شوي دي.

شمشاد علي له ځان سره وبنګېد او بيا يې پر شونډو همغه موسکا چې د ده د شخصيت برخه وه، خپره شوه. تر دې وروسته يې پير امجد علي ته وکتل. هغه ورټيټ شو. شمشاد علي ورته کړه:

-ته شاهد اوسه، زما ايمان بچ شو.

One thought on “چوخېږم (لنډه کیسه) ليکوال: احمد نديم قاسمي”
  1. څه موده تر مخه مې همدا کیسه په تاند کې لیدلي وه، پیل مې کړه دزړه په زور مې تر نیمایې ولوسته، نور نه کیده! نن مې بیا تر ستر ګو شوه، کوشش مې وکړ ونه شوه بس په نیمایې کې مې پرې ښوده!!، خدای خبر چې زه بې زوقه او که شاغلی ژباړن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *