تاند- د پاکستان پخوانی دفاع وزیر وايي چې د دغه هیواد ملکي او پوځي مشران پوهېدل چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې اوسي.
د پاکستان پخواني دفاع وزیر چودري مختار دا خبره د سې شنبې په ورځ د هند یوه تلویزیون ته وکړه.
دا یو معلوم راز دی چې د پاکستان د پوځ او ملکي چارواکو ځیني عناصر باید د بن لادن د اوسېدو له ځایه خبر وای او ښايي وروسته له دې چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو رژیم وپرزاوه او بن لادن وتښتېد، له هغه سره یې مرسته کړې وي او پناه یې ورکړې وي.
بن لادن د ۲۰۱۱ م کال د مې په لومړیو کې د امریکا د ځانګړو کوماندو ځواکونو په حمله کې، چې په ایبټ اباد کې یې د پاکستان د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ د نوموړي پر کور وکړه، ووژل شو.
له هماغه وخته راوروسته پاکستاني مشرانو تر ډېره د بن لادن په اړه خوله پټه کړې او په دې باب څه نه وايي چې څرنګه نوموړی د پاکستان د خاورې په داسي خوندي او ارام کې ځای کې پټ و.
ځینو بې خبري ښکاره کړې، خو یوه – نیم اعتراف کړی دی.
د سږ کال په لومړیو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني ريیس جنرال اسد دراني وویل، احتمالاً د پاکستان د استخباراتو اصلي اداره، چې په آی ایس آی مشهوره ده، د بن لادن د اوسېدو له ځایه خبره وه او ممکن هغه یې د دې لپاره ساته چې له واشنګټن سره په راتلونکو معاملو کې د القاعده له دغه مشره د فشار د یوې الې په توګه کار واخلي.
خو روانه اوونۍ د پاکستان پخواني دفاع وزیر چودري احمد مختار، چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ پوري د پاکستان دفاع وزیر و، د هند تلویزیوني چاینل ته وویل چې دوی په دې پوهېدل چې بن لادن په پاکستان کې دی.
مختار د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان د پوځ مشران، ولسمشر او صدراعظم په دې خبر ول چې بن لادن په پاکستان کې دی؟
ده په ځواب کې هو وویل.
خو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان رسنیو وویل چې د پاکستان د پخواني دفاع وزیر څرګندونې تحریف کړای شوي دي.