ډیر پخوا کله چې ډیر ارمانونه پوره کېدل. پاچا له شاهزادګۍ سره ژوند کاوو. شاهزادګۍ ډېره ښکلې او له مینې ډکه وه، نو ځکه پاچا د هغې هر خواهش پوره کاوه. شاهزادګۍ خپل پلار ته وویل زه د خپلو لوبو له پخوانیو وسایلو څخه ستړې شوې یمه. زه یو نوی شی غواړم چې لوبې پرې وکړم. پلار یې ورته وویل د دې لپاره چې ته ماته ډېر ارزښت لرې نو زه به خپل با ارزښت ترین د لوبې شی چې ماته مې بابا په ماشومتوب کې راکړی وو، تاته درکړم. پاچا د خپل د طلا صیف خلاص کړ او د طلا توپګی یې را واخیست. تفصیل