خبریال: ابوبکر جبارخېل:- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان ولسمشر حامد کرزی نن د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ورسید.
د پاکستان د جیونیوز تلویزیون پر اساس ولسمشر کرزی به له پاکستانیو چارواکو سره له وسله والو طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د خبرو اترو او د هغوی د جلبولو او همکارۍ په موخه کتنې وکړي.
د سرچینې په حواله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عزیز احمد چوهدری وویل، د دواړو لوریو ترمنځ به د خبرو اساسي ټکي له افغاني طالبانو سره د سولې موضوع وي.
چوهدري زیاته کړه: (( ولسمشر کرزی به د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په افغانستان کې د سولې، دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او د سیمې پر حالاتو خبرې اترې وکړي.))
پاکستان ته د ولسمشر کرزي دا شلم سفر دی چې ترسره کیږي او افغان دولت تل دغه هیواد له وسله والو طالبانو سره په مالي او لوژیستیکي مرستو تورن کړی خو هغه مسله چې دا هیواد یې نه مني.
بل پلو د روانې اونۍ د شنبې په ورځ ولسمشر کرزي د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې بیا پاکستان ته د خپلو سفر په اړه ویلي و: (( هیله لرم، چې زما دا سفر به د سیمي، پاکستان او افغانستان د امنیت او له ترهګرۍ سره د یوې بریالۍ مبارزې لپاره پایله ورکړي، په همدې ارزو پاکستان ته سفر کوم، خدای دې وکړي، چې د افغان او پاکستاني ملتونو ته دغه سفر ښه پیغامونه ولري، هیله لرم هغه حقایق چې، په دواړو هیوادونو کې جریان لري، په درک سره یې دا ځل پایلې ته ورسیږو، هیله لرم په هیڅ ډول باور نه لرم.))
نوموړي پاکستان ته خپلو پخوانیو سفرونو ته په اړه وویل، د سولې، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو اصلي هدف ته په کې نه دی رسیدلی او ښاغلي کرزي یې لامل په پاکستان کې یو شمیر پالیسۍ او محدودیتونه وبلل.
ولسمشر کرزی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د روان میلادي کال د جون په میاشت کې په قطر کې د وسله والو طالبانو دفتر هغه مهال په ۲۴ ساعتونو کې وتړل شو، چې دغې ډلې هلته په خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه او بیرغ ودرول او افغان دولت دغه هڅه یوه دسیسه بللې وه.
دارنګه افغان دولت تل ټینګار کوي، چې له وسله والو طالبانوسره د سولې خبرې باید د سولې د عالي شورا په مشرۍ پرمخ ولاړې شي خو طالبانو بیا تر دې دمه په رسمي توګه له افغان دولت او له دې شورا سره د خبرو لپاره چمتوالی نه دی ښودلی.