ليکوال: روښان ستانکزی
پښتانه له ډول ډول محروميتونو سره لاس او ګرېوان وو او دي. خو له ټولو نه ستر محروميت يې له زده کړو څخه محروميت دی. دوی له ډېر پخوا راهیسې له دې بد مرغۍ کړيږي. روسانو د يو ميليون پښتنو د وژلو هوډ کړی و، خو خبره ترې نږدې دوو ميليونو ته ورسېده. له دې سره به څومره کورنۍ بې سرپرسته شوې وي، څومره ماشومان به له زده کړو څخه بې برخې شوي وي او څومره نورې ناخوالې به يې زيږولې وي. له زده کړو څخه د پښتنو د محروميت يو عمده لامل چې هېڅ تاريخي سابقه نه لري او په بل هېڅ ځای نه دی تکرار شوی، د ښوونځيو سوځول دي. مجاهدينو په دې پلمه چې په ښوونځيو کې کمونیستي ايډيالوژۍ ته تبلیغ او کار کېږي او تنکي ځوانان ورته جذبيږي، د تاريخ نوی باب پرانيست. که څه هم د مجاهدينو په باور دوی ښوونځي له مجبوریته سوځول، ځکه ښوونځي د ځوانانو د بې لارۍ په مرکزونو بدل شوي وو، خو له دې کار څخه د انګرېز پنجابي بچي ډېر خوند اخيسته. د افغان ښوونځي د سوځولو د پورتنۍ انګېزې ترڅنګ، د جهادي تنظيمونو ډېری قومندانانو له ای اېس ای سره نېغه اړيکه لرله او ورته حال د طالب جان لالا هم دی. ای اېس ای به چې هر څه ورته ويل، قومندانانو به منل. که به يې نه منل نو نه يوازې پیسې به يې نه ورکولې، بلکې ژوند به يې هم په خطر کې. له طالب سره هم ورته معامله روانه ده. دا اوس چې د استاد سیاف د ژبې بند نه نيول کېږي، لامل يې دا دی چې ده ته تېرې ترخې خاطرې ورياديږي، هغه خاطرې چې دی او د ده قومندانان به ای اېس ای غولول، ښوونځي به يې پرې سوځول او ملي بنسټونه به يې پرې نړول.
کورنۍ جګړه يې بل عذاب و، طالبان بل مصیبت او ديموکراسي بله بلا. په کورنۍ جګړه او طالبانو چې هر يوه يې له زده کړو څخه د پښتنو په محروميت کې خپله خپله ونډه لرله، خبرې نه کوو، يوازې په ديموکراسۍ لږ تم کېږو. موږ ته ديموکراسي راغله، خو د امريکايانو تر اشغال لاندې. افغانستان ته ديموکراسي د يوې خاصې ډلې د چاغولو او د يوه لوی قوم د ځپلو لپاره راغله. د روسانو هغه ارمان چې پښتون قوم به دومره ځپي چې بيا د را ولاړېدو جوګه نشي، ديموکراسۍ او امريکايانو پوره کړ. په ښارونو کې خلکو د ديموکراسۍ پېښې کولې او په کليو او بانډو کې امريکايانو د وحشت او او بربریت تمرينونه. يو خبريال له بهرنيو پوځيانو پوښتلي وو چې تاسو دلته د څه لپاره راغلي یاست؟ هغه ورته په ځواب کې ويلي و، د ټرايننګ لپاره!
کرزي د خپلې واکمنۍ د ديارلس کلنې ديموکراسۍ په اوږدو کې د پښتنو د دې محرومیت د له منځه وړلو لپاره داسې بنسټيز کار ونه کړ چې سړی يې د بېلګې په توګه ياد کړي. د معارف لپاره يې لومړی پښتون ضد وزير (قانوني) وټاکه او د خپلې واکمنۍ په وروستيو پنځو کلونو کې يې ورته يو داسې کس د وزیر په توګه وټاکه چې هم مار او هم مارماهي. د ده يوازينی مقصد خپله چوکۍ ساتل او غلا کول وو. له زده کړو څخه د پښتون بچي په محروميت کې د طالب ترڅنګ ده هم رول درلود. د اکثرو بندو ښوونځيو پیسې د همدغه وزیر مامورينو په خپلو جیبونو کې اچولې. دا پخپله د همدغه مار او مارماهي وزير د خولې خبره ده. خو ده به بيا هم غږ نه کاوه، ځکه چې د ده اصلي مقصد خپله چوکۍ ساتل او پیسې جمع کول وو، نه له زده کړو څخه د پښتنو د محروميت له منځه وړل.
کرزي د لوړو زده کړو وزارت ته هم پښتون ضد وزیران وټاکل. د تېرو څوو کلونو د کانکور پايلې د ټولو پر وړاندې دي او په پوهنتونونو کې د غیر پښتنو اکثريت د دې خبرې ښه ثبوت دی.
د ټولو سترګې اشرف غني ته وې، خو له بده مرغه چې ده هم د دې دوو وزیرانو په انتخاب کې ډېر سطحي چلند وکړ. معارف ته يې يو متعصب تاجک وزير چې په دوو ورځو کې يې ځان وښود، وټاکه او د لوړو زده کړو وزارت لپاره يې داسې څوک د وزيرې په توګه وټاکله چې چوکۍ پرې باندې او وزیره ترې لاندې ده. کله چې لغمان ولایت ته اقبال عزيزي د والي په توګه ورغی، د لغمان یوه مخور له عزيزي سره تر کتنې وروسته وويل چې چوکۍ پرې باندې او والي ترې لاندې دی. فريده مومند هغه څوک ده چې په کدر کې د رباني په فرمان داخله شوې او د لوړو زده کړو وزارت له همداسې فرمانیانو ډک دی. عظیم نوربخش، مهرور، جلال او داسې نور ټول هغه خلک دي چې څوک په فرمان پوهنتون ته ننوتي او څوک کدر ته. موږ په دې تمه وو چې ګوندې دې وزارت ته داسې څوک راشي چې په دې وزارت کې شته بانډ له منځه يوسي، نه يوازې ژبه يې پښتو وي، بلکې سر يې هم د پښتون وي، په اصطلاح (Persianized Pashtoon) نه وي، خو له بده مرغه چې دا وزیره له پخوا راهیسې له دې بانډ سره تړلې ده، ژبه يې پښتو، خو سر یې د پاړسيوانې دی، ځکه چې مېړه يې پاړسيوان دی.
په پېښور کې د يو کس پلار ډېرې ناجایزې کولې، مشر سړی و خو کارونه یې د ماشومانو کول، زوی ترې ډېر تنګ شو، بله ورځ يې ورته وويل چې خدای نه مې لا جار کړې سبحان شاه هم زموږ پلار شو! پخواني ولسمشر حامد کرزي د ناامنو سيمو د دولسم فارغانو لپاره په کابل پوهنتون کې د امادګۍ د پوهنځي فرمان ورکړ، بېله بودجه يې ورته منظوره کړه، پوهنځي دوه دورې فارغان ورکړل، هلکان د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو ته کامیاب شول. اوس چې مدني فعالان فریده مومند ته د دې پوهنځي د دوام خبره کوي، د هغې مظلومې سر پرې نه خلاصيږي. يو څوک چې په اساسي قانون نه پوهيږي، د ولسمشر فرمان نه پېژني، په هغو اړتياوو يې سر نه خلاصيږي چې دا پوهنځی يې له امله رامنځته شوی و، نو خود به خلک وايي چې خدای نه مې لا جار کړې فريده مومند هم زموږ وزیره شوه.
په خپله ژبه زده کړه د ماشومانو او ځوانانو قانونی حق دی
حق غوښتل کیږی او اخیستل کیږی.
څوک حق په خپله خوښه چاته نه ورکوی. چی ماشوم ونه ژاړی مور تی نه ورکوی.
په خپله مورنۍ ژبه تحصیل نه کوم تعصب دی، نه عقب ماندګی او نه د شرم خبره ده . دا یو قانونی حق دی چی مونږ ته قانون راکړی دی ، په اساسی قانونی کی پښتو هم رسمی ژبه ده . د قانون له لحاظه د ښوونی او روزنی او د لوړو زدکړو وزارت مجبور او مکلف دی چی په پښتو ژبه هم درسی مواد تیار کړی، له نورو ژبو یی راوژباړی او د استاد مکلفیت بیا دادی چی هم په پښتو درس ورکړی اوپه پښتو آزموینه له محصلینو نه واخلی . زما مقصد دری ژبی استادان نه دی هغوی به خپل درسونه په دری ژبه ورکوی خو دپښتو ژبی ځوابونو باندی به حتما پوهیږی.
پوهنتون او دلوړو زده کړو وزارت باید د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو او علمی موسساتو نه درسی مواد که په هره ژبه وی خصوصا له انګلیسی ، فرانسوی او عربی ژبو نه په پښتو وژباړی او یوه مجهزه مطبعه د وزارت په چوکاټ کی جوړه کړی ترڅو دښوونځیو او د لوړو زده کړو استادانو ، شاګردانو او د نورو دولتی کسانو د ضرورت وړ درسی مواد هلته تیار کړل شی او خپلو شاګردانو ته یی ورکړی.
پښتانه په زده کړه او استعداد کی له هیچا کم نه دی مګر دوی سره د مورنۍ ژبی په زده کړه کی تل جفا شویده . په خپلو سیمو کی تر دولسم ټولګی پوری په پښتو زده کړی کوی او بیا چی پوهنتون ته راشی نو په دری ژبه درس لولی چی تر څلورو – پنځو کلونو ایله دری ژبه زده کړی او د مضامینو په محتوی پوه شی . البته د نورو ژبو زده کول ښه کار دی ، خو خپله ژبه هیرول هم بی کمالی ده. زما مقصد هیڅکله دا ندی چی دری ژبه د نه زده کوی او یا خبری د نه ورباندی کوی ، هغه هم زمونږ د خلکو او دولت ژبه ده . خو له پښتو ژبی سره تعصب او جفا هم د زغملو نه ده. دا جفا د خپلو پښتنو له خوا کیږی.
دولتی مقامات هیڅکله متعصب نشی کیدلای خو په خپلو کارونو کی غفلت او بی پروایی کولای شی. دا د ولس کاردی چی هغوی خپلو نیمګړتیاوو ته متوجی کړی. ځکه دوی د ملت له بیت المال نه په لوړه کچه معاشونه ، د دسترخوان خرڅ ، سفر خرڅ ، د کور کرایی ، د باډیګاردانو حقوق او نور رنګارنګ امتیازات اخلی ، په مقابل کی دوی مجبور دی د ولس له خوښی او رضا سره سم د قانون په چوکاټ کی هغوی ته خدمت او اجراآت وکړی. او که داسی نه وی نو بیابه د دولتی مقاماتو ضمیر او وجدان مړ وی . دوی به د خپلو اولادونو حقوق نشی تامینولی. له خپلو اولادونو سره به ظلم کوی. په خپل کور کی د مور او میری چلند ورسره کیږی. که دا موضوع فرضا برعکس وی یعنی دری ژبو شاګردانو ته په پښتو ژبه درس ورکړل شی ، د دوی پلرونه او په پارلمان کی د هغوی استازی به څه محشر جوړ کړی ؟ ترټولو د مخه زما او ستا استازی به د هغوی ملاتړ وکړی مګر مونږ په یووشتمه پيړۍ کی لا هم دفیل په غوږ کی ویده یو. تر ټولو مخکی ولس او ځوانان باید راويښ کړل شی او خپل حقه حقوق د قانون او دموکراسی له اصولو سره سم تر لاسه کړی.
و ما علینا الاالبلاغ