تاند- د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې نن پنج شنبه وويل، چې چين، روسيې او هند نن د افغانستان پر وضعيت خبرې وکړې.

 دغه درې اړخيزه غونډه د چين د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال ليو ژينمين په کوربه توب جوړه شوې وه، چې د روسيې د امنيت شورا مرستيال يوګيني لوکيانوف او د هند د ملي امنيت سلاکار نيهچل ساندو په کې برخه درلوده.

درې واړه لوريو د افغانستان او سيمې پر وضعيت په خپلو کې خبرې وکړې.  دوى موافقه وکړه، چې د افغانستان د سولې او امنيت اړوند پرمختګونه به له نژدې څاري.

  چين، روسيه او هند  افغانستان ته نژدې پراته هېوادونه دي،  دغه هېوادونه وايي د افغانستان د بيارغونې او پخلاينې د پروسې ملاتړ کوي.

 په دغو هېوادونو کې هند هغه هېواد دى، چې د افغانستان له بيارغونې سره يې د مليونونو ډالرو مرسته کړې ده.

 د سيمې دغه هېوادونه په داسې حال کې په خپلو کې د افغانستان په اړه جرګه کېږي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون د نه لاسليکېدو له کبله د افغانستان او امريکا اړيکې ترينګلې دي.

  د دغو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروسته تر هغه لا پسې زيات شو، چې د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو بمبارۍ د يوې ښځې تر څنګ اووه ماشومان ووژل.

 په همدې حال کې نن په هند کې د افغانستان په اړه د تماس نړيوالې ډلې غونډه هم جوړه شوه.

 ټاکل شوې د جمعې په ورځ د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې جوړه شي.

 په دې غونډه کې به د افغانستان او د سيمې د هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي راکړه ورکړه، د افغانستان پر ثبات او راتلونکوانتخاباتو خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *