د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز شننه –
ولسمشر اشرف غني چين ته په خپل لومړني بهرني رسمي سفر کې، له پيکينګ سره ستراتېژيکې اړيکې د خپل بهرني سياست له لومړيتوبونو څخه بللې دي.
په داسې حال کې چې افغانستان د چين له اصلي سيالانو (امريکا او هند) سره ستراتېژيک تړونونه لاسليک کړي، نو ولسمشر غني له چين سره ستراتېژيکو اړيکو ته د لومړيتوب په ورکولو سره څه اهداف لري؟ په ټوليز ډول بهر ته د لومړني رسمي سفر لپاره د چين انتخابولو، دغه سفر ته ځانګړی اهميت ورکړی.
ولسمشر غني په دغه څلور ورځني سفر کې له چين سره په بېلابېلو برخو کې تړونونه هم لاسليک کړل او د “آسيا زړه” هېوادونو په څلورم کنفرانس کې يې مهمه وينا وکړه.
شاليد
چين له افغانستان سره له تېرو 60 کلونو راهيسې رسمي ديپلوماتيکې اړيکې لري. د چین او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې هغه مهال پراخې شوې، چې له شوروي سره د چين اړيکې کړکېچنې شوې؛ خو د سردار داوود خان له کودتا سره که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ تر يوه بريده بې باوري هم رامنځته شوه؛ مګر د داوود خان له خوا ديپلوماتيکو ځوابونو، دا اړيکې بېرته د ښه والي لور ته بوتلې.
د افغانستان په کورنيو جګړو کې هم چین تر ډېره بریده بې طرفه پاتې شو؛ خو د طالبانو د رېژيم له راپرځېدو سره له ۲۰۰۱ کال راهیسې چين له افغانستان سره د اړيکو پراختيا ته لېوال دی او دا لېوالتیا یې په ۲۰۰۷ کال هغه مهال څرګنده شوه، چې کله يې د میس عینکو د کان قرارداد په ۳ ميلیارده ډالرو واخېست.
د چين-افغانستان د اړيکو نوی فصل
چين ته به د ولسمشر غني سفر، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د اړیکو يو نوی باب پرانيزي. د اړيکو دا پړاو داسې مهال دی، چې ناټو او امريکا له افغانستانه خپل پوځونه باسي او يو کم شمېر سرتېري به دلته د هغوی په اډو کې پاتې کېږي او په دې توګه په افغانستان کې تر يوه بريده د ځواک تشه هم رامنځته کېږي. چين دې تشې ته د يوه فرصت په سترګه ګوري او په افغانستان کې د خپل راتلونکي رول لپاره لومړني ګامونه اخلي.
دا چې د چين ولسمشر “شي جين پينګ” هوايي ډګر ته د ولسمشر غني د هرکلي لپاره راغلی و، په راتلونکو کلونو کې افغانستان ته د ارزښت ورکولو ښکارندويي کوي. که څه هم چين له 2001 کال راهيسې تر 200 ميليون ډالره زياته مرسته له افغانستان سره کړې؛ خو په دې سفر کې يې په لومړي ګام کې د راتلونکو کلونو لپاره د 330 ميليون ډالره مرستې ژمنه وکړه.
اشرف غني احمدزی په دې سفر کې له یوې خوا د دغو دوه اړخيزو اړيکو یو نوی فصل پرانېست، له بلې خوا يې هڅه وکړه چې د اوږدمهالو اړیکو لپاره پوخ بنسټ کېږدي. ښاغلي غني خپل چينايي سيال ته څرګنده کړه، چې افغانستان به له چین سره لنډمهالې، منځمهالې او اوږدمهالې اړیکې ولري، چې ورته هیله چينايي ولسمشر “شي جین پينګ” هم وښوده او افغانستان يې د چين لرغونی ملګری هېواد وباله.
بدخشان ولايت د چين له سينګيانګ ايالت سره 85 کيلومتره اوږده پوله لري او په دې وروستيو کې په بدخشان ولايت کې د ناامنيو له زياتېدو سره، چين د دغه هېواد له مسلمانو بېلتون غوښتونکو سره له دې لارې د همکارۍ وېره لري او غواړي، چې له دې امله هم له کابل سره د اړيکو پراختيا او همکارۍ ته لېوالتيا لري.
په اوسني وخت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژيکه ملګرتيا دا اړيکې وغځوي او پر دواړو لورو به يې اوږدمهالې اغېزې پرېوځي.
له چين سره اړيکې د سيمې او نړۍ له زاويې
چین له تېرو څو کلونو راهیسې پر خپله لوېدیزه تګلاره کار کوي، چې د ورېښمو نوې لار يې هم په پام کې ده. دا لار هم پر هماغې پخوانۍ نظريې جوړه شوې او غواړي، چې چين له ايرو-ايشيا او اروپا سره ونښلوي. دا نوې لار به د ځمکې او سمندر له لارې وي او که څه هم افغانستان د ورېښمو په دې لار کې هم د ځمکې او هم د سمندر له لارې نېغه ونډه نه لري؛ خو د چين ولسمشر څو ځله ويلي، چې افغانستان به هم له دې لارې ګټه پورته کړي.
د دې ترڅنګ د چين لومړي وزير هم له اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې وويل، چې چين په خپله لوېديزه تګلاره کار کوي او له همدې امله غواړي، چې په افغانستان کې د رېل پټلۍ، سړکونو، اوبو او برېښنا په برخو کې مهم رول ولوبوي. په ټوليز ډول د افغانستان په لور د چين په پاملرنه کې، د دغه هېواد همدا (د لوېديځ په لور) تګلاره مهم رول لوبوي.
کله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د اوباما-هالبروک اړیکې خرابې شوې، نو حامد کرزي د چین په لور د اړیکو ښه کولو لپاره مخه کړه. په همدې موخه کرزي سفرونه هم وکړل او هڅه يې کوله، چې چين په افغانستان کې له اقتصادي پلوه رادخيل کړي. که څه هم نوموړی په دې کار کې ډېر هم بريالی نه و او چين يې له اقتصادي لحاظه تر ډېره صحنې ته راداخل نه شو کړای؛ مګر له سياسي پلوه يې اړيکې تر يوه بريده ورسره ورغولې.
چين هم په افغانستان کې سولې او ثبات ته ځانګړې لېوالتيا لري او يو باامنه او پياوړی افغانستان خپل امنيت او اقتصاد ته ګټور بولي.
په بل اړخ کې هم دا چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې هند په افغانستان کې ديپلوماتیکې بریاوې ترلاسه کړې او تر څه حده یې خپل رقیب هېواد (پاکستان) مات کړ، پاکستان په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی نفوذ د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي. په دې اړه د پاکستان جګپوړو چارواکو وخت ناوخت څرګندونې کړې او په تېره بیا د هند له خوا، له روزل شوې افغان اردو څخه هم وېره لري.
هند افغانستان ته په اقتصادي ډګر کې راننوتلی او د افغانستان ملي اردو هم روزي؛ نو له چین سره به د افغانستان د اړیکو ښه کېدلو ته پاکستان په نېک نېت وګوري او داسې هيله لري، چې چين به د هند ځای ونيسي. په همدې دې اړه په پاکستان کې د تېرې ميلادي مياشتې اکتوبر په 19مه او 20مه د پاک-چین انستیتوت له خوا دوه ورځنی کنفرانس هم د (چین-پاکستان-افغانستان) ترنامه لاندې جوړ شوی و. دا کنفرانس د پاکستان د مشرانو جرګې غړي مشاهد حسین له خوا جوړ شوی و، چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز، د چین سفیر، افغان ديپلوماتانو، چینايي څېړونکو او استادانو ګډون پکې کړی و او د دغو درې واړو هېوادونو د اړيکو په تړاو مهم کنفرانس و.
له بلې خوا امريکا هم له پخوا راهيسې په دې هڅه کې ده، چې چين افغانستان ته له نظامي پلوه رادننه کړي؛ مګر چينايانو همغه مهال د امريکا له دې هيلې سره مخالفت څرګند کړی و. دا چې په اوسني وخت کې بيجينګ د افغانستان په اړه د يوه مهم کنفرانس کوربه و؛ نو که څه هم امريکا له چين سره د ايران او ختيزې اسيا له امله ډېر مخالفتونه لري، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د چين دا هڅې د ستايلو وړ بللې دي.
هند هم د امريکا په څېر له چين سره کړکېچنې اړيکې لري او د چين سيمه ييز سيال دی؛ خو د افغانستان په اړه هند هم تر ډېره همغږی دی او په دې تړاو يې څو ځله د جګپوړو چارواکو ترمنځ خپلمنځي ناستې هم درلودلې دي. له بلې خوا افغان ولسمشر هم هڅه کوي، چې په راتلونکو کلونو کې د چين، هند او امريکا په څېر زبرځواکونو سره د اړيکو تعادل وساتي.
د “آسیا زړه“ کنفرانس- د استانبول پروسه
د استانبول پروسه چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې پېل شوې، چې لومړۍ غونډه یې د ترکيې په استانبول ښار کې، دویمه يې په کابل کې، درېیمه په قزاقستان او څلورمه یې د چين په پلازمېنه بیجینګ کې د اکتوبر په 31مه جوړه شوه، او د ايران، هند او پاکستان په ګډون د 14 هېوادونو استازو ګډون پکې کړی و.
دا پروسه د ګډو ګټو د همغږي کولو او ګډو ګواښونو د مخنیوي په موخه پيل شوې، چې دې غونډې ته ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې سوله د خپل هېواد لومړيتوب وباله او ويې ويل، چې افغانستان به په راتلونکې لسيزه کې د اسيايي همکاريو ډګر وګرځوي.
افغان ولسمشر له غونډې مخکې هم له چينايي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې او داسې برېښي، چې اشرف غني احمدزی به د ترکيې او سعودي عربستان ترڅنګ د چين له لارې هم پر پاکستان د فشار اچولو هڅه وکړي، ترڅو د بين الافغاني سولې بهير ته لار هواره شي. د چين ولسمشر هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور جوړونې په تړاو د رول لوبولو ژمنه کړې ده.
د استانبول د پروسې له پيل راهيسې داسې هيلې شته دي، چې دا کنفرانسونه به د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم رول ولوبوي؛ ځکه د دې پروسې په مرسته به د ګاونډيو هېوادونو ګټې سره ګډې او همغږې شي.