خبریال: زاهدالله ځلاند – د چين په سوېل ګواندون ولايت کې د فوشان په ښار کې د چټک تګ موټرو لپاره د پرزو جوړولو په يوه فابريکه کې د درې وو چاودنو له امله، لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او نور ۲۰ تنه پکې ټپیان شوي دي.

.ویل کېږي چې چاودنې د ګاز د چاودېدو له امله رامنځته شوې دي

 چاودنو له امله دغې فابريکې دېواالونو او چتونو ته زيان اوښتی دی.

دغې فابريکې ته نږدي، د ښيښو جوړولو په فابريکه او نور ودانيو کې هم خلک ژوبل شوي دي.

1د چاودنو وروسته فابریکه بنده شوې ده او ټپیان نږدې درېوو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دغه چاودنې په داسې مهال کې کېږي، چې چینایي چارواکو ۲۰۱۴ زېږدیز کال د صنعت په برخه کې د چاودنو له امله، د چین لپاره تر ټولو بد کال ونوماوه.

 په تېره اګسټ میاشت کې هم د موټرو د پرزو جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنه رامنځته شوې وه، چې هغه مهال یې ډېری کسان وژلي وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *