سرچینه: شینهوا خبري آژانس
وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې د چین پلازمينې بیجنګ په دغه ښار کې د ماشومانو د زیږونو پالي��ۍ کې بدلون راوست، تر دري پنځوس زرو زیاتو جوړو (میندو او پلرونو) نړۍ ته د خپل دوهم ماشوم راوړلو لپاره غوښتنه کړې.
د روان کال د سپټمبر میاشتې پورې د درې پنځوس زرو او څلور دیرش جوړو له ډلې چې د دوهم ماشوم د پيدا کولو د اجازې غوښتنه کړې، اته څلويښت زره درې سوه دوه نوي جوړو ته اجازه ورکول شوې چې دوهم ماشوم نړۍ ته راوړي. د دغو ميندو او پلورونو ۵۷ سلنه له ۳۱ تر ۳۵ کلونو پورې عمرونه لري.
چین په ۱۹۷۰ زیږديز کال کې د دغه هيواد د نفوس د کنټرول پاليسي اعلان کړه چې له مخې يې په ښارونو کې ميندو او پلرونو ته اجازه ورکړل شوې وه چې يوازې يو ماشوم نړۍ ته راوړي خو بیا د دغه هيواد ليرې پرتو سيمو کې ميندو او پلرونو په هغه صورت کې د دوه ماشومانو پيدا کولو اجازه لرله چې لمړی ماشو به يې انجلۍ وه. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۳ کال کې په ټول هيواد کې میندو او پلرونو ته د دې اجازه ورکړل شوه چې دوهم ماشوم ولري چې له دې سره به د ۲۰۱۹ پورې به د بیجينګ پرشل ميليوني نفوس دوه سوه اویازره نور ورزیات شي، دا د کلني څلور پنڅوس زرو زیږيدنو له پاسه دي.