زموږ سیاسي کلتور د اسلام مبارک دین او زموږ له عرف څخه سرچینه اخلي. په کلیو او بانډو کې هم خلک له سیاست سره اشنا شوي، هغه خبره ده، چې وایې، خونه که مو وسوه، دېولاونه خو یې پاخه شول. د معاصر تاریخ په اوږدو کې جګړو، انقلابونو او له هېواده بهر مهاجرتونو ولسي خلک هم تر یو بریده له سیاست سره اشنا کړل. اوس ولس پر رایې ورکولو سربېره د دولت پر کړنو د څار غوښتنه هم کوي، دا څار له یوې خوا د قانون په چوکاټ کې په موسساتي بڼه ترسره کېږي، له بل لوري دولس له منځه هر فرد رسنۍ څاري او د خپل دولت د ښو او بدو تعبیر کوي. خلک پوه شوي، چې د ښه زعامت پایله ښه حکومتولي ده.

له ډېرو لانجمنو ټاکنو وروسته هېوادمشر د لوړې په غونډه کې جدي، خو پر ځای خبرې وکړې. پر ملي مسائلو سربېره پر نړیوالو او سمه يیزو هغو هم وغږېد. هغه د حکومت اساسي کرښې تر یو بریده څرګندې کړې. د هېوادمشر له خبرو څرګنده شوه، چې هغه د هېواد په ناروغۍ پوه دی. له بده مرغه داسې ښکاري، چې لا موږ د یو بام او دوو هواوو له ستونزې سره لاس او ګریوان یو. د دولت وسله والو مخالفیتونو ته هېوادمشر د سیاسي مخالفینو نوم ورکوي، خو ښایي اجرائیه ريیس بیا په بشپړه توګه په بل اند وي. له بل لوري څرګندېږي، چې لا د دواړو ټیمونو پلویان په خپلو کې پخواني خصومتونه پالي، ښه بېلګه یې د بي بي ګل (رولا غني) دفرانس پریس خبري اژانس تر څرګندونو ورسته په کور دننه انعکاس ورکول وړاندې کولای شو، دې ډول خبرو ته انعکاس ورکول او ډول ډول تعبیرول تر بل هر چا د ولس په زیان دي.

ولسمشر له ژمنې سره سم لومړی د کابل بانک دوسیه راپورته او د تعقیب غوښتنه یې وکړه. له هغه وروسته یې ټول وزیران او والیان سرپرست اعلان کړل. ولسمشر په خپلو چټکو فرمانونو څرګنده کړه، چې هغه جدي دی او غواړي له دې لارې د فساد مخه ونیسي. د نوي حکومت پر وړاندې پر ډېرو چلنجونو سربېره یو غبرګون هم په دولت کې د بې ساري فساد موجوديت دی او تر ډېره په دې فساد کې هغه کسان هم ښکلېل دي، چې یا یې له محمد اشرف غني او یا هم له عبدالله عبدالله سره په ټاکنیزو کمپاینونو کې منډې ترړې کړې دي.

ولس تل د هر زرغون څراغ په لیدو سره په خپلو هیلو کې افراط کړی، وایي وږې ته یې ویل چې دوه او دوه څو کېږي؟ هغه ورته په ځواب کې وویل، څلور ډوډۍ. کله چې ولس هر مثبت ګام ګوري، هیلې یې ژوندۍ کېږي. له ۲۰۰۱ز کال وروسته یو ځل بیا د ولس هیلې ژوندۍ شوي، خو د کابیني په ځنډ او داسې ګنګوسو چې ګڼي هېواد مشر او د اجرائیه چارو ريیس په خپلو کې پر کابینه نه جوړېږي، ځینې خلک یو ځل بیا د نهلۍ لور ته بیولي. د نوي حکومت هغه پنځه څلوېښت ورځنۍ موده بشپړېږي، چې د ځينو ټکو د معلومولو وعده يې کړې وه، خو حکومت لا خپله نوې کابینه نه ده اعلان کړې، په میلیونونو انسان ورته سترګې په لاره دي، چې له کابینې معرفي کولو وروسته به یې له ډوډۍ خالي دسترخوانونه ډک شي.

یوه ولسي بوډا راته کيسه کوله: ((شپې وړاندې مې خوب لیده، چې په کور کې مو دوه جنراتورونه وي، دواړه نه چالانېږي، شېبې وروسته یو پکې چالان شي، له څاه اوبه راوباسي، خو شېبې وروسته بېرته بند شي او بیا ونشم کولای چالان یې کړم.))

د بوډا له دې خوبه تعبیر دا و، چې ګڼي دوه په خپلو کې سره جوړ شول، یوه یې څو چټک فرامین او چټکې مثبتې کړنې ترسره کړې، خو د کابینې له ځنډېدو سره داسې ښکاري، چې چټک فرامین او چټکې مثبتې کړنې یواځې د ولس د هیلو او فکر بدلولو لپاره دي.

هېواد مشر او اجرائیه رییس په خپلو کې سره جوړ شول، هیله ده چې کابینه له ځانګړو پوهو، لوستو او رښتینو خلکو جوړه کړي. له دې سره به نورې اوبه له سره نه خړېږي. بل لور د ولسي جرګې ټاکنې له سترګو نیامې دي، لا د ټاکنو کمیسیون په رهبرۍ کې تغیرات نه دي رامنځته شوي او نه هم د ټاکنو د کمیسیون په سیستم کې. دا څرګنده ده، چې په شپږو میاشتو کې ممکنه نه ده، چې دومره اصلاحات دي راشي، چې راتلونکې ټاکنې به له درغلیو پاکې وې او یا به کمیسیون له مداخلو او زورواکانو څخه په امن کې وي. حکومت اړ دی، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ولس د پراخ ګډون لپاره په کمیسیون کې د پام وړ تغیرات او اصلاحات راولي.

بله ولسي توصیه داده، چې دواړه رهبران باید په چټکۍ سره سالمه کابینه رامنځ ته کړي، تر څو د روانو بحرانونو مخه ونیول شي او ژر تر ژره په کلیو او بانډو کې هم خلک تسکین پیدا کړي. نوی حکومت به د وړو او لنډ مهالو پروژو په تطبیق سره په هر ولایت او ولسوالۍ کې د خلکو پام ور خپل کړي، خلک د پروژو په لیدو سره له دولت سره همکاري پیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *