استاد د خپل لاس تورسپین مخي ساعت ته وکتل بجې ترټاکلي وخت شل دقیقي تیرې شوې وې ژر یې د سپینو کالو د مخ په جیب کي پروت قلم ته لاس کړ په قهر یې وویل: – نور ټولګیوال مو چيرته دي؟
شاګردانو یوبل ته سره وکتل د زده کوونکوله ډلې څخه یوه یې په لوړ ږغ ځواب ورکړ: – د افغانستان لوبه ده ځکه موهمصنفیان ټول نه دي راغلي.
استاد پرملامات شو له تور بیک (بستۍ) څخه یې څو سپیني ورقې راویستې د غیر حاضرو زده کونکو خانې یې ورقید کړې شېبه وروسته یې ورو ووېل:
ټول عمرمو پرکرکیټ تیرکړ درس اوخواري درڅخه پاتي ده! په صنف کي چوپه چوپتیا شوه ښوونکي له حاضرۍ اخیستلو وروسته دتېري ورځي ددرس پوښتني شروع کړې دمخ په چوکیوکي ناستو دوو زده کوونکو یې سوالونو سم جواب کړل ورپسې یې دمنځ په قطارکي ناست شاګرد ته کوته ونیوه په لوړ ږغ یې ورته ووېل :
– ته ولاړ شه دتیري ورځي په درس کي موڅه ووېل؟ زده کونکی حیران ودریدی لاندینۍ شونډه یې ټنګه په غاښوکي ونیوله، څټ یې وګراوه سترګي يې په چت کي ښخي کړې خوفکر یې هېڅ کار ونه کړ بې جواب شو! استاد دسپیني تختې مخته خواشینی ودریدی شېبه ورسته یې په تونده لهجه ووېل : ـ
له مکتب څخه مورشخند جوړکړی دی! دټولګي په منځ کي بل زده کونکي ته يې اشاره وکړه ـ ته راته ووایه دتیري ورځي دتدریس مهم ټکي څه وو؟ شاګرد غلط جواب ووایه! دټولګۍ په پای کي یوه هلک په زوره چکچکي کړې د صنف خاموشي یې ماته کړه زده کوونکو ټولو په زوره وخندل استاد په قهرشو – غلي شئ شاګردان ټول چپ شول ښوونکی دچوکیو په منځ کي دصنف پای ته ورتیرشو شاګرد ته یې په خواشینۍ ووېل : –
ولي دي چکچکي ورباندي وکړې ؟ شاګرد وارخطا پرخپل ځای ودریدی. استاد – تاته وایم ولې رشخند وهې ؟ شاګرد ژر له غوږو ګوشکۍ لېري کړې ورو یې ووېل ـ رشخند مي نه دی وهلی څلورم یې وراوټ کړ نبي ویکیټه واخیسته ما چکچکي کړې استاد له قهره ورته وخندل پاي